د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۶

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د درک په نوم اپليکېشن جوړ شو


په لومړي ځل په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب او څارنې لپاره د درک په نوم اپليکېشن جوړ شو.

په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره د څارنې یا جي پي اېس سافټ ویر شرکت د درک په نامه اپليکېشن طرحه کړی.

د دغه شرکت اجرائیوي مشر اغا ملوک سهار د شنبې په ورځ د یاد اپليکېشن د پرانیستې غونډې ته په کابل کې وویل، خبریالان د دې اپليکېشن په کارونې سره کولای شي چې د ځان او یا اړوندې رسنۍ ته د ګواښ پر مهال امنیتي بنسټونو ته په کم وخت کې خبر ورکړي.

دی وایي:

"دا پروګرام له خبریالانو سره مرسته کوي چې د ټکنالوژۍ له کارونې سره خپلې کورنۍ او ادارې سره په اړیکه کې اوسي او د دغې برنامې له اسانتیاوو چې د ورځنیو چارو مدیریت، خوندیتوب، د شنو ساحو موقعیت او نورې برخې دي، ګټه ترې واخلي او د دې برنامې ارشیف به راتلونکې کې د امنیتي ګواښونو په راکمولو کې مرسته وکړي."

درک هغه اپليکېشن دی چې په ځیرکو مبایلونو کې د استفادې وړ دی او خلک د هغه په کارونه کولای شي چې د خپلو چارو اړوندې ادارې او کسان د ځان له موقعیته خبر کړي.

د درک اپليکېشن کاروونکي کولای شي چې د اړتیا پر وخت د یوې بټنې په کېکاږلو سره له وړاندې ټاکل شوي باوري کسان او امنیتي ارګانونه د مرستې لپاره خبر کړي.

درک خپلو کاروونکو ته د افغانستان خوندي او خطرناکې سیمې هم مشخص کوي، ګواښوونکو سیمو نه د وتلو پر مهال هم ده او همیې ادارې ته خبر ورکول کېږي.

دا اپليکېشن داسې وخت پرانيستل شو چې په کابل کې د امریکا د سفارت او د ځينو رسنیزو ادارو د معلوماتو له مخې، د روان کال تر پایه بیا تر اوسه ۱۸ خبریالان وژل شوي دي.

د راپورنو له مخې، په دې وروستیو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.

سرور دانش
سرور دانش

د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش سږ کال د افغان خبریالانو لپاره یو له ګواښه ډک کال بللی و.

افغان خبریالان چې تل له پېښو ځورېږي، اوس د دغه اپليکېشن د کار له پیله هرکلی کوي.

له ډلې يې فرشتې محبوبي او محمد داود وايي:

"مونږ يې له تجربو نه یوو خبر، خو که راښودلي يې وای، مونږ به ترې ښه خاطره لرلای، خو دا چې دا د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په کار پیل کوي او خبریالان چې تل په خطر کې دي، مونږ هیله مند یوو چې مثبته نتیجه به ولري."

"زه په یوه انتحاري حمله کې ټپي شوم، تر اوسه خپل ځان په امن کې نه احساسوم، زه هیله مند یم چې دا یو ښه اپليکېشن وي او د خبریالانو لپاره خوندي وي."

خو له دې سره خبریالان دا اندېښنه هم لري چې هسې نه چې کله د دغې اپليکېشن له لارې د دوی محرم معلومات د داسې چا لاسونو ته ورشي چې د بیان د ازادۍ مخالف دي.

خو د درک سافټ ویر شرکت د دغې اندېښنې په غبرګون وايي چې د هرې رسنۍ د خبریالانو معلومات به د هماغې رسنۍ د مسؤل په اختیار کې وي، نه د بل چا.

راپور: فیروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG