د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

دفاع وزارت: د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخنیوي ستراتيژۍ ښه نتیجه ورکړې


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جګړې په ډګر کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخنیوي ستراتيژۍ ښه نتیجه ورکړې.

دغه وزارت د جګړې په ډګر کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخینوي ستراتيژي ګټوره بولي او پر لا پياوړتیا یې ټینګار کوي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغې ستراتيژۍ په پلي کېدو سره افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې ښې لاسته راوړنې لري او وسله والو مخالفینو ته یې زیات تلفات هم اړولي دي.

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

دی وایي:

"په ډېرو سیمو کې موږ ښې لاسته راوړنې لرو، په يو شمېر سیمو کې وړې پوستې ټولې شوي او په لویو بیسونو بدلې شوي دي، په ټوله کې د دغې ستراتیژۍ اغېز يو څه ښه دی، د عملي کېدو او پياوړتیا لپاره موږ لا هڅې کوو، څو موثریت يې لا ډېر شي."

ښاغلی جاوید وایي، د يادې ستراتیژۍ له مخې په کندز، غزني، بغلان او د هېواد يو شمېر نورو سیمو کې افغان ځواکونو بریالي عملیات کړي او او زیات شمېر سیمې یې له وسله والو مخالفینو پاکې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت شااوخوا يوه اوونۍ وړاندې د جګړې په ډګر کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف د يوې ستراتيژۍ د جوړېدو خبره وکړه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې ستراتيژۍ پر بنسټ کوچنۍ امنیتي پوستې له لویو مرکزونو سره يو ځای کېږي او د افغان ځواکونو په تهاجمي حملو کې هم زیاتوالی راځي.

دا شان ویل شوي چې د نوې ستراتېژۍ په چوکاټ کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان ځواکونو کومانډويي او هوايي عملیات هم زیاتېږي.

د افغانستان دفاع وزارت وروسته له هغه د جګړې په ډګر کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخینوي د ستراتيژۍ د جوړېدو خبر ورکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې په تېرو څلورو کلونو کې د ۲۸ زره پولیسو او د ملي اردو د ځواکونو د وژل کېدو خبره وکړه.

تر دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په يوه مطلب کې ليکلي وو چې يوازې د نوامبر له نهمې تر پنځلسمې لږترلږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل شوي دي.

د ورځپاڼې په خبره، د ولسمشر غني له خوا د دغو اعلان شویو شمېرو له مخې، هره ورځ ۲۵ افغان سرتېري چې په اوونۍ کې ۱۷۵ تنه کېږي، وژل کېږي.

د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې د کچې لوړېدو وروسته د افغانستان ولسي جرګې څو ورځې وړاندې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو څخه په استجوابیه غونډه کې وغوښتل چې له هرو ممکنو لارو د ځواکونو تلفات راکم کړي.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت د جګړې په ډګر کې د افغان سرتېرو د مخینوي ستراتيژي ګټوره بولي، خو د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل بیا وايي چې دغې ستراتيژۍ تر دې مهاله کومه مثبته ګټه نه ده لرلې.

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

ده وویل:

"کوم پلان چې دوی طرحه کړ چې له ځینو ځایونو نه یې پوستې را وویستې او ځيني نور کارونه یې وکړل، تر اوسه یې کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې، ابتکار اوس هم د طالب او دښمن په لاس کې دی، لومړنۍ حملې هغوی کوي، دا چې دوی ویل چې موږ به تعرض کوو او دښمن تعقیبوو، هغه تر اوسه نشته، یعنې اوس هم هغوی حمله کوي او دوی دفاع کوي."

ښاغلی امرخېل وايي، تر کومې چې افغان سرتېري د جګړې په ډګر کې ابتکار په خپل لاس کې وانه خلي، ياده ستراتيژي کومه نتیجه نشي لرلای.

نوموړی وایي، د تعرضي حملو لپاره پکار ده چې کشفي او استخباراتي ارګانونه افغان سرتېرو ته پوره معلومات ورکړي، څو له تلفاتو پرته عملیات ترسره کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG