د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۹

سپرلۍ او ډرېوران: د کندهار امنیتي مسؤلينو مو په مخ د کندهار- ارزګان لار تړلې

د ارزګان ـ کندهار د لويې لارې موټر چلوونکي او تلونکي مسافرین وايي، د کندهار امنیتي مسؤلینو یې پر دغه لاره د تګ راتګ مخه نیولې او وایي چې تر هغه ورته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي، تر څو چې ورته د سرتېرو مړي له وسله والو طالبانو ور نه وړل شي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کندهار د امنیتي مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو هغوی له مکررو هڅو سره سره زموږ ټيلیفون ته ځواب رانه کړ.

د ارزګان ولایتي اداره هم مني چې د کندهار امنیتي مسؤلینو د ارزګان ـ کندهار لویه لاره تړلې، خو وايي چې په دې اړه یې د کندهار له امنیتي مسؤلینو سره خبرې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا درې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو پر دغه لاره د افغان پوځيان پر اکمالاتي کاروان برید وکړ چې پر مهال یې یو شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته چې له یادو سرتېرو یو شمېر جسدونه له وسله والو طالبانو سره پاتې شول.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:03 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG