د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

ارګ: د سولې د مشترک بورډ د طرحې په جوړولو کار روان دی


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د مشترک بورډ د طرحې په جوړولو کار روان دی.

د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د پلاوي د لېست له خپرېدو وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې اوس هم د سولې د مشترک بورډ د طرحې په جوړولو کار روان دی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف ویاند هارون چخانسوري وايي، سوله ملي پروسه ده او د سولې د مشورتي بورډ د جوړېدو لپاره هراقدام د لازمو مشورو په اساس کېږي.

ښاغلي چخانسوری د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د سولې د خبرو لپاره د پلاوي ټاکل یوه عمده هڅه ده چې کار پرې روان دی.

هارون چخانسوري
هارون چخانسوري

دی وایي:

"د مشورتي بورډ طرحه چې سراسري او ملي ده، پر جوړېدو یې کار روان دی، د خبرو کوونکو د پلاوي ټاکل هم د سولې د پروسې عمده کار دی چې کار پرې روان دی او کله چې کارونه مخ ته لاړل، جزیات به یې په مناست فرصت کې له خلکو سره شریک شي، خو اوس مخکې له وخته ده چې په دغه مسئله خبرې وکړو."

ښاغلي چخانسوري د خبرو کوونکو د پلاوي هغه یوولس کسیز لېست چې د ولسمشر غني د دفتر د رئيس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د رسنیو له خوا خپور شوی، نه رد او نه تأیید کړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر غني یو یوولس کسیز لېست چې درې پکې ښځې دي، له طالبانو سره د خبرو په هدف د پلاوي په توګه ګمارلی دی.

د رسنیو له خوا د دغه یوولس کسیز لېست له خپرېدو وروسته داسې انتقادونه مطرح شول چې د یاد پلاوي په ترکیب کې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې استازي نه دي شامل، ټول دولتي کسان دي او له طالبانو سره د خبرو توان نه لري.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه وایي، سوله یوه ملي پروسه ده او کوم کسان چې له طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ بیايي، باید د ټولنې د ټولو قشرونو استازیتوب وکړي.

د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ په دې اړه د جرګې په عمومي غونډه کې وویل:

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

"سوله یوه مهمه او د افغانستان د خلکو اساسي اړتیا ده او باید په پوره شفافیت او وضاحت تعقیب شي، کوم استازي چې دغو خبرو ته انتخابېږي، باید د ګوندونو او خلکو استازي، مهم، موثر او امانت دار کسان وي چې هېڅ ډول سوء تفاهم او تېروتنه رامنځته نه شي."

افغان حکومت مخکې له دې ویلي چې هېواد له بل هر وخته زیات سولې ته نېږدې شوی او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې په قطر کې يې له طالبانو سره خبرې په ښه توګه پرمخ تللي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره ډېر فرصتونه رامنځته شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په دې وروستیو کې ویلي چې له طالبانو سره خبرې په قوت سره روانې دي، خو دا يې هم ویلي چې نه پوهېږي چې دا خبرې به بریالۍ شي او که نه.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG