د افغانستان ولسي جرګې د غزني ولایت په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پراخ عملیات وستایل.
دغه جرګه په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات له لاسته راوړنو ډک بولي او وايي چې له دفاعي حالته تعرضي حالت ته د افغان ځواکونو بدلون به د دښمن د ځپلو لامل شي.
د دغې جرګې غړو د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د پراخو عملیاتو په پایله کې دښمن ځپل شوی دی.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي په دغه ناسته کې وویل:
"په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د افغان امنیتي ارګانونو عملیاتو د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، موږ په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د دښمن د ځپلو شاهدان یوو، سیمې له دښمنه پاکې شوې او خلک په ډاډه زړه کورنو ته ستانه شوي او دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي."
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې امنیتي وضعیت خراب شوی او وسله والو مخلفانو پکې پراخ فعالیتونه پيل کړي.
په دغو دوو ولسوالیو باندې د وسله والو د پراخو حملو په پایله کې لسګونه کسان وژل شوي او زرګونو تنو د جګړو له امله کورنه پريښي او کاونډیو سیمو ته تښتېدلي دي.
له دې وړاندې ولسي جرګې په دغو دوو ولسوالیو کې د ناامنیو د زیاتوالي له امله د کورنیو چارو او دفاع وزیران استجوابیه غونډې ته وربللي وو.
د روان لمریز کال د اسد په میاشت کې وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې پراخه حمله کړې وه چې د دغه ښار ځینې سیمې یې تر کنټرول لاندې راوستې وې.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ولسي جرګې یوشمېر نورو غړو بیا په هلمند، فراه، جوزجان، بادغیس، فاریاب او کندز ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو د پراخو فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی علي اکبر قاسمي وايي چې ترسره شوي اقدامات بسنه نه کوي او باید د خلکو د اندېښنو د لېرې کولو لپاره جدي تدابیر ونیول شي.
ده وویل:
"موږ امنیتي ځواکونه ستایو، خو موږ په دې باور یوو چې حکومت باید په دومداره توګه په دې برخه کې تدابیر ولري، څو یو ځل بیا خلک په تشویش کې نه شي."
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید له ازادي راډیو سره په خبرو کې د غزني ولایت په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د امنیت د خوندیتوب ډاډ ور کړ او ویې ویل چې همدا اوس هم په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پراخ عملیات روان دي.
نوموړي زیاته کړه:
"په سیمه کې د اردو دوو ټولیو ته زده کړه ورکول کېږي چې د تندر ۲۰۳ تر چتر لاندې به کار کوي چې بیا وروسته به د جاغوري او مالستان په ولسوالیو کې ځای پرځای کېږي، خلکو ته ډاډ ورکوو چې هلته به هېڅ ډول امنیتي ستونزې رامنځته نه شي."
د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي، که امنیتي ځواکونه په همغږۍ عمل وکړي او له دفاعي حالته را و وځي، کولای شي چې د وسله والو مخالفانو په وړاندې ښې لاسته راوړنې ولري.
راپور: رحمت الله افغان