د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

د انتخاباتو کمېسیون: نن د پنځو نورو ولایتونو د انتخاباتو نتایج هم اعلانېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پایه د پنځو نورو ولایتونو د انتخاباتو نتایج هم اعلان شي.

دغه کمېسیون وايي، د پنځو نورو ولایتونو کارونه پای ته رسېدلي او د کمېسیون د رهبرۍ له پرېکړې وروسته ممکن د نن ورځې تر پایه اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د شفافیت او عدالت د ټینګښت لپاره دوی له سرعته ځنډ ته ترجیح ورکوي.

ذبیح الله سادات
ذبیح الله سادات

دی وایي:

"نن ورځ هم زموږ همکاران کار کوي، څو د پنځو نور ولایتونو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړو، هڅه کوو چې د پاتې ولایتونو نتایج هم د همدې اوونۍ په اوږدو کې اعلان کړو او څومره چې ژر کېږي، دغه بهیر پای ته ورسوو."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه شان وايي چې تر اوسه ۳ میلیونه ۵۶ زره د بایومټریک دستګاوو اطلاعات د کمېسیون اطلاعاتي بانک ته داخل شوي او هڅه کېږي چې دغه بهیر پای ته ورسوي او د یو شمېر نورو ولایتونو د رأیو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړي.

دغه کمېسیون ویلي وو چې د قوس په دوهمه به د لسو ولایتونو د رأیو لومړني نتایج اعلان کړي او دا دوی ته سره کرښه ده او بدلون پکې نه راځي.

خو یوه ورځ مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې د لاښه شفافیت په هدف، د دغو لسو ولایتونو د رأیو لومړني نتایج وځنډول شول چې د همدې ورځې په پای کې یې بیا د پنځو ولایتونو د انتخاباتو نتایج اعلان کړل.

په دغو ولاتیونو کې فراه، دایکنډي، ارزګان، جوزجان او بامیان شامل دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د جمعې په ورځ ناوخته یوې خبري ناستې ته وویل چې یو شمېر ستونزې او مشکلات د دې لامل شول چې کمېسیون د رأیو نتایج په خپل ټاکلي وخت اعلان نه کړي.

له انتخاباتي مهالوېش سره سم ټاکل شوې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۱۹ مه اعلان شي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۳۲ ولایتونو د رأیو د لومړنیو پایلو اعلان د قوس دوهمې او د کابل د همدې میاشتې ۱۰مې ته وغځاوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسی جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وايي چې د انتخاباتو د نتایجو د اعلان ځنډ نور خلکو ته د منلو وړ نه دی.

ښاغلي ابراهیمي د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې له دغه بهیر سره مسؤلانه چلند وکړي.

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

ده زیاته کړه:

"لطفاً کمېسیون دې په مسؤلیت د پایلو د اعلان او د تورو او سپینو رأیو په بېلولو کې له خلکو، سیاسي ګوندونو او دولت سره تفاهم په نظر کې ونیسي، هسې نه چې د نتایجو له اعلان وروسته کاندیدانو سره داسې معتبر اسناد وموندل شي چې له پاکو رأیو یې استازولي وکړي، دا به بیا په خپل وخت یو ډول کړکېچ رامنځته کړي چې خلکو ته به د منلو وړ نه وي."

په افغانستان کې د انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلیت لري چې له ژمنې سره سم د شفافو انتخاباتو لومړنۍ پایلې په خپل وخت اعلان کړي.

دوی وايي، که کمېسیون په خپلو دغو کارونو کې پاتې راغی، د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو به ناوړه اغېز ولري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG