د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تېر په څېر بیا د ابتدايي پایلو اعلانول وځنډول


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تېر په شان یو ځل بیا د ولسي جرګې د انتخاباتو د ابتدايي پایلو اعلانول وځنډول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د شفافیت د تأمین او ثبت شوېو شکایتونو ته د درستې رسېدنې په هدف یې د ابتدايي پایلو اعلان ځنډولي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عزیز ابراهیمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کمېسیون د رهبري له پریکړې وروسته ټاکل شوې چې د را روانې اوونۍ په لومړیو کې د لسو ولایتونو ابتدايي پایلې اعلان شي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

  • "د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به شکایتونو ته د ښې رسېدنې.
  • د شفافیت تأمین.
  • حق حقدار ته سپارل.
  • له تور نه د سپينو رأیو بېلول.

دا ټکي به د انتخاباتو نتایج یو څه په ځنډ اعلان کړي، موږ هڅه کوو چې د راتلونکي اوونۍ په لومړیو کې د یو شمېر ولایتونو د انتخاباتو لومړۍ پایلې اعلان کړو."

له انتخاباتي مهالویش سره سم ټاکل شوې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۱۹مه اعلان شي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۳۲ ولایتونو دغه اعلان د قوس دوهمې او د کابل ولایت پایلو اعلان یې د همدې میاشتې ۱۰مې ته وغځاوه.

د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې او همدا شان د عقرب د پنځمې په انتخاباتو کې درغلۍ، د بایومټریک سیسټم، نوم‌لړ او د زورواکو د لاس‌وهنې یو لړ جدي شکایتونه موجود وو.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې په‌دې اړه له دوی سره نېږدې ۱۲ زره شکایتونه ثبت شوي چې شاوخوا ۱۰ زره ته رسېدنه شوې چې له امله یې یو شمېر محلونه باطل اعلان شوي.

د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني ازادي راډیو ته ویلي چې د نور شکایتونو له څیړنې سره ممکن یو شمېر نور محلونه هم باطل اعلان شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي په پرله‌پسې ډول د ولسي جرګې د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ په انتخاباتو د خلکو باور کموي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، کمېسیون په داخل کې یو لړ ستونزې لري او هغه ارقام چې دوی د انتخاباتو په ورځ اعلان کړي، اوس چې بایومټریک معلومات سرور ته داخل شوي، دوه میلیونه کم ښودل کېږي.

ښاغلی رشید زیاتوي کمېسیون دا جرأت نه شي کړای چې په کمو ارقامو سره د رأیو نتایج اعلان کړي.

یوسف رشید
یوسف رشید

ښاغلی رشید زیاتوي:

"کمېسیون له څو پلوو له ستونزو سره مخ دی، یو خو معلومات او سیسټم بشپړ شوی نه‌دی، بله دا چې کمېسیون ارقام لوړ ښولي وو، کېدای شي تر میلیونونو دغه ارقام راټیټ شي چې کمېسیون یې خلکو ته ځواب نه‌شي ویلی، کمېسیون د اعلان شهامت او جرأت نه‌لري."

ښاغلی رشید وايي، کمېسیون د دې لپاره چې د رأیو له اعلان وروسته د خلکو اعتراضات کنټرول او افغان حکومت د جنیوا په غونډه کې په ډک لاس خبرې وکړي دغه پایلې ځنډوي.

خو کمېسیون وايي چې په خپلو کارونو کې خپلواک دي او هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه کړي چې په کارونه کې یې لاسونه وکړي او یا یې هم کارنه د کومې سیاسي هدف قرباني شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG