د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ او ولسواليو خلک وايي چې د معتادينو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږې چې په ډېرېدو سره يې د دې ولايت په ښار، کور او کلي کې غلاوې هم ډېرې شوي دي.
دغه خلک وايي چې اوس مجبور دي چې پر خپلو وسايلو پيره وکړي او له غلو څخه يې وساتي.
په دې اړه درېيو تنو يې ازادي راډيو ته وويل چې د معتادينو له غلاوو څخه ډېر تنګ شوي دي:
- "نوم مې دين محمد دی. دلته معتادين بيخي ډېر دي، ډېر يې تنګ کړي يو، څو ورځې مخکې يې زما د دوکان قلف ټکولی و، خو د خدای فضل وشو چې نه يې و خلاص کړی، بېرته يې پر پخواني حال پرې ايښی وو. زه اوس له ډاره دوکان ته ډېره سودا نهشم راوړلای، که معتادین يې وويني، نو د شپې د دکان قلف ماتوي او توکي يې غلا کوي. هغه بله ورځ يې د مسجد دوه قلفونه مات کړي او بيټرۍ يې غلا کړې وه. کله چې يې نشهيي مواد خلاص شول غلاوې کوي.
- زما نوم گلالی دی. له پوډريانو څخه ډېر په تکليف يو، د مسجد بيټرۍ، لاينونه او ښيښې يې غلا کړي دي. هغه کورونه چې خاوندان يې نشته د هغو کورونو کړکۍ او دروازې يې هم غلا کړي دي. اوس موټر سايکل هم د باندې يوازې نهشو پرېښودلای، دروازې ته مو دوه سوه ټمبې ايښي دي، له ډاره په مهمانخانه کې ويده کېږو چې معتادين يې ښيښې غلا نهکړي.
- زما نوم محمدزی او د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی يم. موږ له معتادينو سره ډېر تنګ يو، له مسجد، کور، کلي او دوکانو څخه غلاوې کوي، څپلۍ او هر څه چې په لاس ورشي غلا کوي يې."
د ارزګان ولايت ولسي خلک وايي چې دولت دې د معتادينو د درملنې لپاره په ارزګان ولايت کې د معتادینو د درملنې مرکزونه جوړ کړي. دغه ډول دې د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو مخه هم ونيسي.
د ولسي خلکو له ډلې څخه دین محمد وايي چې په ارزګان کې د نشه يي موادو خرڅلاو نشو ته لاره خلاصه کړې ده.
دی زیاتوي:
"غوښتنه مو دا ده چې دولت دې معتادينو ته يو ځای جوړ کړي او ټول دې هلته پهکې وساتي، ساقيان يا د نشه يي موادو خرڅوونکي دې هم ونيول شي، که پهدې بازار کې ساقيان نشهيي مواد خرڅ نهکړي، نو معتادين به يې له کومه پيدا کړي؟ مجبور دي چې له دې کاره توبه وباسي او نشه پرېږدي."
د ارزګان ولايت د نشهيي موادو پر ضد د مبارزې رياست هم دا مني چې پهدې ولایت کې د معتادينو شمېر ډېر شوی دی.
د دې ادارې مشر جمعه خان بشري ازادي راډيو ته وویل، دوی پلان لري چې په راتلونکي کال کې د معتادينو د درملنې لپاره يو روغتیايي مرکز جوړ کړي.
ښاغلي بشري زياتوي چې د بديل کښت او نشهيي موادو په برخه کې د عامه پوهاوی پروګرامونه هم په پام کې لري.
دی وايي:
"موږ سږکال د دې ستونزې د حل لپاره دوه ډوله لارې چارې په پام کې نيولي دي. يو دا چې بزګرو ته د بدیل کښت زمينه برابره کړو او بل وقايوي لاره ده، موږ پر دې اړخ کار کوو چې څنګه د نشه يي موادو په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو."
د ارزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین هم دا مني چې پهدې ولايت کې معتادين ډېر شوي او د غلاوو راپورونه هم ورته رسېدلي دي، خو دوی هم لاس تر زنې نهدي ناست او د خلکو د خونديتوب لپاره يې نورې امنيتي حوزې هم جوړې کړي دي.
پهدې اړه د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سردار محمد حیا وايي، دوی هڅې پيل کړي چې د کوکنارو د کښت، نشو او غلاوو مخه ونسي:
"موږ د دې ستونزې د حل لپاره خپلې هلې ځلې کوو، موږ هڅه کوو په هغو سيمو کې د کوکنارو د کښت مخه ونيسو چې د دولت په واک کې دي. پخوا ارزګان ولايت دوه امنيتي حوزې درلودې، دوه نورې حوزې هم ور اضافه شوي چې اوس څلور امنيتي حوزې جوړې شوي دي."
دا پهداسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ارزګان والي هم ژمنه کړې وه چې سږکال به په دغه ولایت کې په هغو سیمو کې د کوکنارو کښتونه اړوي چې د دولت په واک کې دي.
راپور: شریفالله شرافت
د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: