د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۹

نړۍ

اتریش: په ازبکستان کې د بشري حقونو عمومي وضعیت ښه شوی

کارین کنایسل
کارین کنایسل

د اتریش د بهرنیو چارو وزیره وايي چې په ازبکستان کې د بشري حقونو عمومي وضعیت په تېرو دوو کلونو کې ښه شوی دی.

کارین کنایسل«Karin Kneissl» چې هېواد یې اوس مهال د اروپايي ټولنې دوره یې مشري کوي پرون وویل، د ازبکستان چارواکو ډېری هغه بندیان خوشې کړي چې اروپايي ټولنې اندیښنه ورته درلوده، خو مېرمن کنایسل زیاته کړه چې دا هیله منده ده چې نور بندیان به هم خوشې شي.

هغې دا څرګندونې د ازبکستان او اروپايي ټولنې د همکارۍ د شورا له غونډې وروسته د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

مېرمن کنایسل وویل، اروپايي ټولنه به د اصلاحاتو په برخه کې د ازبکستان د حکومت د پراخ پروګرام ملاتړ وکړي.

ښاغلي کاملوف وویل، ازبکستان د مسوولیت له حساس انتقالي پړاو څخه د تېریدو په حال کې دی.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف په ۲۰۱۶ میلادي کال کې واک ته له رسېدو وروسته هڅې پیل کړي چې د منځنۍ اسیا دا هېواد د نړۍ پرمخ پرانېزي او د پخواني ولسمشر اسلام کریموف د مهال له استبدادي پالیسیو څخه ډډه وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا د ولسمشر مرستیال د اسرائیلو صدراعظم سره ایران سره د احتمالي توافق په اړه خبرې کړي

د متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیال جې ډې وینس ، ارشیف
د متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیال جې ډې وینس ، ارشیف

اکسیوس رسنۍ راپور ورکوي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال د اسراییلو له صدراعظم سره ایران سره د احتمالي توافق پر جزییاتو خبرې کړې دي.

د «اکسیوس» وېب‌پاڼې د دوشنبې په ورځ، د کب په درېیمه، د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس ، په ټیلیفوني اړیکه کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره، د ایران سره د مذاکراتو د پیل هڅو په اړه خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا، دواړو لورو همدارنګه د امریکا او اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه احتمالي توافق پر جزییاتو سلا مشورې کړې دي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ، د ایران او امریکا ترمنځ د «رغنده مذاکراتو» خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې واشنګټن له همدې امله د هرمز تنګي د تړل کیدلو له کبله د ایران د برېښناکوټونو په نښه کول، تر پنځو ورځو پورې ځنډولي دي څو د خبرو پایله روښانه شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو، او لدې ډلې دپارلمان رئیس محمد باقر قالیباف ، چې نوم یې امریکا سره د خبرو اترو د لوري په توګه د «یو اسرائیلي چارواکي» له خوا یاد شوی، له امریکا سره د مذاکراتو خبره رد کړې.

اکسیوس مخکې لیکلي و چې د ایران او امریکا ترمنځ منځګړي هڅه کوي چې د همدې اوونۍ تر پایه په اسلام اباد کې د قالیباف او د تهران د نورو چارواکو او بل لورته د امریکا د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف ، د ټرمپ د زوم جارید کوشنر او جې ډې وینس ترمنځ د خبرو ترتیبات برابر کړي.

ولسمشر ټرمپ د ایران د انرژۍ پرتاسیساتو بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډول

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو له ایران سره ښې او ګټورې خبرې کړې دي او هغه پوځ ته امر کړی چې د ایران پر برېښنا کوټونو او د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هر ډول پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې ټرمپ دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې ایران ګواښ وکړ که متحده ایالات د ایران د برېښنا شبکه په نښه کړي، نو دوی به د اسراییل د برېښنا د تولید فابریکې او هغه تاسیسات چې د خلیج په سیمه کې امریکایي اډو ته برېښنا برابروي، هدف وګرځوي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ تروټ سوشل کې په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالاتو له ایران سره په تیرو دوو ورځو کې په منځني ختیځ کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره "جدي او ګټورې خبرې" ترسره کړي دي. هغه ولیکل: "ما د جګړې وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د ایران پر برېښنا کوټونو او د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هر ډول پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي چې دا کار د روانو غونډو او خبرو اترو د بریالیتوب لپاره کیږي. "

ټرمپ ویلي چې خبرې اترې به د اونۍ په اوږدو کې دوام وکړي. ولسمشرټرمپ د یکشنبې په ورځ ګواښ کړی و چې که ایراني چارواکي په ۴۸ ساعتونو کې د هرمزتنګی په بشپړډول پراننیزي، نو د ایران د انرژۍ تاسیسات به نښه کړي او هغه به له مینځه یوسي.

تهران د ولسمشرټرمپ د دغو وروستیو څرګندونو په اړه تراوسه غبرګون ندی ښودلی.

 د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله په نړۍ کې خپلو اتباعو خبرداری ورکړی چې له احتیاط څخه کارواخلي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله په نړۍ کې خپلو اتباعو ته یو تازه احتیاطي خبرداری صادر کړی دی.

دې وزارت په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې له امریکايي اتباعو غوښتي چې "په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې له لا زیات احتیاط څخه کارواخلي."

په پیغام کې راغلي: "د هوايي حریم موقتي تړل کېدل ښايي د سفرونو د ګډوډۍ لامل شي. د امریکا ډیپلوماتیک تأسیسات، ان له منځني ختیځ څخه بهر هم په نښه شوي دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې د ایران ملاتړي ډلې ښايي په بهر کې د امریکا ګټې یا له متحده ایالاتو سره تړلي ځایونه او یا هم په ټوله نړۍ کې امریکايي اتباع په نښه کړي.

دې وزارت په خپله وېب‌ پاڼه کې همدارنګه ویلي چې د هغو امریکايي اتباعو د مرستې لپاره چې غواړي منځنی ختیځ پرېږدي او بېرته امریکا ته ولاړ شي، "یو تاریخي اقدام" کوي.

وزارت زیاته کړې چې د چارټر الوتنو اسانتیا برابروي او د امنیتي وضعیت له مخې به د لا ډېرو ظرفیتونو برابرولو ته دوام ورکړي.

د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره د ولسمشرټرمپ ګواښ او پر ایران او حزب الله د اسراییل د بریدونو دوام

د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا ایران ته د سخت ګواښ د ضرب ‌الاجل په نږدې کېدو سره، د اسراییل پوځ خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د ایران او حزب ‌الله پر وړاندې به جګړې څواونۍ نور هم دوام وکړي.

د پوځ ویاند، جنرال ایفي ډفرین، د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه وویل: "د اسراییل وګړو، موږ د ایران او حزب ‌الله پر وړاندې د جګړې نورې څو اونۍ هم مخې ته لرو." هغه زیاته کړه: "د هرې ورځې په تیریدو سره، موږ(تهران کې) ترهګر رژیم لا ډېر کمزوری کوو. موږ به اجازه ورنه کړو چې دا رژیم یا د هغه ملاتړي د اسراییل وګړي یا د اسراییل د دولت موجودیت وګواښي."

ډفرین همدارنګه وویل چې په لبنان کې د حزب ‌الله پر وړاندې ځمکنۍ عملیات به په راتلونکې اونۍ کې لا زیات شدت ومومي.

په همدې حال کې تهران ته د ولسمشرټرمپ ضرب الاجل په څو ساعتونو کې پای ته رسیږي. ټرمپ د مارچ په ۲۱مه د واشنګټن پر وخت د ماښام په ۷:۴۴ بجو په اعلان کړي ضرب الاجل کې له تهران څخه وغوښتل چې د ۴۸ ساعتونو په موده کې د هرمز تنګی “په بشپړه توګه پرانیزي”، که نه نو له سختو پایلو سره به مخ شي. ټرمپ ګواښ کړی چې که تهران په دې موده کې د هرمز تنګی په بشپړه توګه پراننیزي نو د امریکا متحده ایالات به د دوی بېلابېل برېښناکوټونه په نښه او له منځه یوسي. دا اقدام په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په لړ کې چې له مخکې له کنټروله د وتلو له ګواښ سره مخامخ ده، د کړکېچ لوی زیاتوالی بلل کېږي.

له امریکا د ناقانونه کډوالو ایستل، د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي

امریکا کې یوه ډله کډوال
امریکا کې یوه ډله کډوال

ټاکل شوې چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ ادارې کارکوونکي سره له دوشنبې د دغه هېواد په هوایي ډګرونو کې ځای په ځای شي.

فرانس پریس لیکلي، د دغه کار هدف د امنیتي پلټنو په برخو کې د اوسنۍ ګڼې ګوڼې کمول دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ټولنیزو شبکو په یوه پيغام کې دا اقدام اعلان کړ او لامل شو چې چارواکي په بیړه یوه طرحه چمتو کړي.

چارواکي وایي، په هوایي ډګرونو کې ګڼه ګوڼه وروسته له هغه زیاته شوې چې د غیر قانوني کډوالو د ایستلو موضوع راپورته شوه.

د کډوالو د اخراج دغه پروګرام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه پلی کیږي.

د ډونالډ ټرمپ سرحدي سلاکار ټام هومن سي.ان.ان خبري شبکې ته ویلي، د کډوالۍ ادارې او ګمرک کارکوونکي به له خپلو معمولي دندو څخه هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي.

نوموړي ویلي، دا کارکوونکي به هغه چارې نه ترسره کوي چې روزنه یې نه ده ورکړل شوې.

د امریکا د خزانې وزیر وایي، ایران کې د عملیاتو د ژر پای ته رسولو لپاره باید جګړه تیزه شي

د ایران او امریکا شخړه
د ایران او امریکا شخړه

د متحده ایالتونو د خزانې وزیر سکات بسینت وایي، د دې لپاره چې د ایران جګړه ژر پای ته ورسوي، ممکن اړتیا وي چې اوس پر ایران بریدونه ګړندي شي.

بسېنټ د یکشنبې په ورځ له ان.بي.سي شکبې سره په خبرو کې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا ولسمشر ټرمپ غواړي جګړه کمه کړي وویل: " دا متضاد نه دي، کله نا کله باید د تاوتریخوالي د کموالي لپاره، تاوتریخوالی زیات کړی".

ټرمپ د یکشنبې په سهار ګواښ وکړ که تهران د هرموز تنګی په بشپړ ډول خلاص نه کړي، د ایران د انرژۍ تاسیسات به " یو مخ له منځه یوسي".

هرموز تنګی له څو اونیو راهیسې تړلی دی. د نړۍ یو پرپنځمه برخه سوداګریز تېل او ګاز له همدې لارې تېریږي.

له دې سره د نړۍ په کچه د تېلو بیه هم ډېره لوړه شوې ده.

پاکستان د ( انرژۍ د سپما) په خاطر د کریکټ لیګ نندارې محدودې کړي

ارشیف
ارشیف

د پاکستان کریکټ بورد ویلي چې د سوپر لیګ ( پي.ایس.ایل) لومړنۍ سیالۍ به په لاهور او کراچۍ کې له نندارچیانو پرته ترسره کیږي.

رویټرز اژانس د یکشنبې په ورځ د کریکټ بورد د مشر محسن نقوي په حواله ویلي چې دا پریکړه یې د تېلو او انرژۍ د سپما په خاطر کړې ده.

پر ایران د امریکا او اسراییلو له برید وروسته د تیلو بیه لوړه شوې.

ټاکل شوې د شلو اورونو دغه لیګ د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیل شي.

وړاندې راغلي چې لاهور کې د دغه لیګ د پرانستې مراسم هم لغوه شوي او لوبې د پلان شویو پنځو لوبغالو پر ځای یوازې دوو لوبغالو کې ترسره کیږي.

 د قطر دیوې هیلي کوپټرې د نسکوریدو پیښه کې اوه کسه مړه شوي

د قطر بیرغ ، ارشیف
د قطر بیرغ ، ارشیف

د قطر او ترکیې د چارواکو په وینا، د قطر په سمندري قلمرو کې د یوې هیلیکوپټرې د نسکوریدو له امله اووه کسان مړه شوي دي.

د قطر او ترکیې د دفاع وزارتونو ویلي چې هیلي کوپټر د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې، او د قطر دفاع وزارت زیاتوي چې دا پېښه د «عادي وظیفې» پر مهال رامنځته شوې ده.

د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو په وینا، له مړوشویو کسانو څخه څلور تنه د قطر د وسله‌والو ځواکونو غړي، یو تن د قطر-ترکیې د ګډو ځواکونو غړی، او دوه نورملکي ترکي تخنیکران وو.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي: «د ترکیې جمهوریت او د قطر دولت ترمینځ د پوځي همکارۍ او همغږۍ فعالیتونه د موجودو تړونونو او پلانونو په چوکاټ کې پرته له ځنډه دوام لري.»

دا پیښه په داسې مهال رامینځ ته کیږي چې د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمینځ روانې وسله والې شخړې د سیمې وضعیت کړکیچن کړی او دجګړې په جریان کې د ایران لخوا په غچ اخیستونکو بریدونو کې دفارس خلیج عربي هیوادونو کې ځینې اهداف په نښه شوي دي.

ټرمپ ایران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې هرمز تنګی پرانیزي

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ، ارشیف
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ، ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې د هرمز تنګی "په بشپړه توګه پرانیزي" کنه امریکا به د ایران د بریښنا تاسیسات "له منځه یوسي".

دا دامریکا،اسرائیلو او ایران ترمینځ په روانه جګړه کې د تشدید یوه څرګنده نښه ده، هغه وسله واله شخړه چې وار دمخه یې له کنټروله د وتلو ویره شته.

ټرمپ دغه ضرب الاجل پرون دامریکا په وخت د ماښام په ۷:۴۴ بجو په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیال کې صادر کړ.

هغه ولیکل : "که ایران د دې دقیق وخت څخه په ۴۸ ساعتونو کې پرته له ګواښه د هرمز تنګی په بشپړه توګه خلاص نه کړي، متحده ایالات به د دوی مختلف بریښنا کوټونه وولي او له منځه به یې یوسي،"

ټرمپ په مشخصه توګه ونه ویل چې کوم بریښنا کوټونه به په نښه شي خو یوه ورځ مخکې یې ویلي وو چې د پوځي عملیاتو د کمولو په اړه غور کوي.

د ولسمشر ټرمپ ددغه ګواښ په ځواب کې ایران هم یوځل بیا ګواښ وکړ چې په سیمه کې زیربناوې به په نښه کړي.

د سپاه پاسدارانو ویاند وویل که چیرې دایران د انرژي په تاسیساتو برید وشي نو په سیمه کې امریکا پورې مرتبط د انرژۍ ، تکنالوژۍ ، استخباراتو او د څښاک اوبو ټول تاسیسات به په نښه کړی.

د هرمز تنګی په نړۍ کې د تیلو او ګازو د لیږد د مهمولارو څخه دی چې د نړۍ دانرژۍ پنځمه برخه پرې تیریږي. دغه تنګی د کب په نهمه د جګړې د پیل راهیسې عملا تړل شوی او دکنټرول لپاره یې کړکیچ مخ په زیاتیدو دی.

اوسمهال فارس خلیج کې سلګونه تیل وړونکې بیړۍ بندې پاته دي او لدې امله د تیلو بیه په نړۍ کې ۵۰ سلنه او دګازو ۹۳ سلنه لوړه شوې ده.

د پاکستان یو دیني عالم وايي، د دغه هیواد د پوځ مشر د دوی سپکاوی کړی

عاصم منیر
عاصم منیر

د پاکستان یو شیعه دیني عالم چې د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر د روژه ماتي په مېلمستیا کې یې ګډون کړی و، وایي چې دوی ته سپکاوی شوی دی.

دغه دیني عالم زیاتوي چې په دې مېلمستیا کې یې د اسراییل او امریکا پر وړاندې د ایران په ملاتړ دریځ څرګنداوه خو عاصم منیر په تونده لهجه ورسره خبرې کړي او دوی ته یې د خبرو او پوښتنو اجازه نه ده ورکړې.

د هغه په خبره، له مېلمستیا وروسته په خبري کنفرانس کې هم د اهل تشیع علماو خبرې تحریف شوې او یوازې هغه برخه یې خپره شوه چې د پاکستان د پوځ په ګټه وه. دغه دیني عالم زیاته کړې، "موږ په پاکستان کې د امریکا د کونسلګریو پر ضد په لاریونونو کې د ښکېلو ځوانانو د بخښلو غوښتنه وکړه خو عاصم منیر رد کړه."

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG