د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

ګډه څېړنه: په افغانستان کې د کوکنارو کښت او ترياکو توليد لږ شوی


د افغان حکومت او ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې تازه سروې ښيې چې سږکال په افغانستان کې د کوکنار کښت او ترياکو تولید کم شوی دی.

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي په کابل کې خبریالانو ته وویل:

  • له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د قانون تعدیل.
  • له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پر عملي پلان له سره کار کول.
  • د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي.
  • او د افغان ځواکونو هڅې هغه عوامل دي چې سږکال يې د کوکنارو کښت راکم کړی دی.
    سلامت عظیمي
    سلامت عظیمي
    نوموړې وايي:

"په ۱۳۹۷کال کې د ترسره شوي سروې له مخې په مجموع کې په افغانستان کې ۲۶۳ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي چې د ۱۳۹۶کال په پرتله په سلو کې شل کموالی په‌کې راغلی دی. دغه ډول د تریاکو توليد هم لږ شوی دی، سږکال شپږ زره او څلور سوه مټریک ټنه تریاک تولید شوي دي، حال دا چې پروسږکال نهه زره مټریک ټنه تریاک تولید شوي وو، په‌دې اساس ويلای شو چې د ترياکو په توليد کې ۲۹ سلنه کموالی راغلی دی."

افغان حکومت وکولای شوای چې سږکال د کوکنارو له ۲۶۳ زرو هکټارو ځمکو څخه یوازې ۴۰۶ کښتونه د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي.

د سروې نتېجه ښيې چې د افغانستان په سلو کې ۹۸ کوکنار د هېواد په جنوب غربي ولایتونو کې کرل کېږي، په دې لړ کې هلمند، ارزګان، کندهار، بدخشان، فراه، بادغیس، ننګرهار او غور هغه ولايتونه دي چې هلته ډېر کوکنار کرل کېږي.

په افغانستان کې د «UNODC» استازی مارک کولن وايي، د نورو عواملو ترڅنګ، وچکالي او د تریاکو د بیې ټیټوالی هم د کوکنارو د کښت په کموالي کې لویه ونډه لري.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړی جمعه دین ګیانوال وايي، په‌دې سروې کې که څه هم وچکالي د کوکنارو د کښت د کموالي ستر لامل بلل شوې، خو زما په فکر دا يو موقتي عامل دی، افغان حکومت باید د نشه يي موادو د کښت او تولید په برخه کې پر عملي لارو چارو باندې غور وکړي.

دی وايي:

"وچکالي يوازې بې وزلو خلکو ته زيان اړولای شي، ځکه چې هغوی د کوکنارو د اوبه کولو وس نه‌لري. هغه څوک چې کوکنار کري ډېر امکانات لري، هغوی خپل کرل شوي کوکنار تر حاصلو پورې روزلای شي. په ځینو ناامنه ولایتونو کې چې کوکنار کرل کېږي، هلته اوس هم د تېرو کلونو په پرتله د کوکنارو کښت ډېر شوی دی، هغه سیمې چې د طالب او مخالفينو په نوم ناامنه شوي، هلته اوس هم ډېر کوکنار کرل کېږي."

  • د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره د قانون نه عملي کېدل.
  • سیاسي بې ثباتي.
  • اداري فساد
  • او د نشه يي موادو قاچاق او خرڅلاو ته مناسب شرایط هغه عوامل بولي چې د کوکنارو د کښت او تولید دوام ته يې زمینه برابره کړې ده.

د دې ادارې استازی وايي چې نشه يي مواد په افغانستان کې د ناامنۍ ستر عامل دی، که له نشه يي موادو سره جدي مبارزه و نه شي، نو د کوکنارو کښت او قاچاق به د جګړې لپاره د پخوا په شان د سونګ مواد وي.

راپور: مرسلین ارسلا

ددې راپور غږېزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG