د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

دوما: په ۱۹۸۹ کې د پخواني شوروي اتحاد په اړه د کانګرس پریکړه غلطه پریکړه وه


شاوخوا ۴۰ کاله دمخه یانې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې پخواني شوروي اتحاد پریکړه وکړه چې افغانستان ته به پوځي ځواکونه لېږي او دا پریکړه عملي شوه.

هغه مهال د پخواني شوروي اتحاد کانګرس افغانستان ته د ځواکونو د استولو پریکړه غندلې وه او وروسته دغه ځواکونه بېرته له افغانستانه ووتل چې د وتلو پروسه یې په ۱۹۸۹ میلادي کال کې بشپړه شوه.

اوس د روسیې پارلمان یا دوما د یوه سند مسوده جوړه کړې چې وایي، د هغه وخت د کانګرس دا پریکړه یوه تاریخي تېروتنه وه.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې په پام کې ده چې د روسیې دوما دغه سند له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۰مې کلېزې د لمانځلو پر مهال چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د فبرورۍ له ۱۵مې سره برابر دي، تصویب کړي.

د روسیې دوما د دغه سند په تصویبېدو سره هڅه کوي چې روسان په افغانستان کې د پخواني شوروي د لس کلن پوځي حضور په اړه یوې اجماع ته ورسېږي.

یو شمېر روسان افغانستان ته د ځواکونو استول یوه تاریخي تېروتنه بولي خو نور یې بیا د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد د اړیکو او د دواړو هېوادونو د وګړو په ګټه بولي.

د شوروي اتحاد د اشغال په دې لسو کلونو کې افغانستان ته ډېر د سر او مال زیانونه رسیدلي چې یو شمېر کارپوهان یې په‌دې هېواد کې روانه جګړه د همدې اشغال میراث بولي.

د دوما غړي په‌دې باور دي چې د افغانستان د پوځي شخړو له کبله رامنځته شوي غمیزې باید د سیاسي بې عدالتیو او تاریخي واقعیتونو پر اساس په پام کې ونیول شي.

دغه سند وایي، د افغانستان او روسیې د تاریخ دقیقه او سمه مطالعه د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخېزو اړیکو په بیا رغولو کې مرسته کولی شي.

د روسیې د پارلمان غړي غواړي ټینګار وکړي چې دوی له ټولو ګاونډیانو سره د ښو او دوستانه اړیکو ملاتړ ته ژمن دي او دې ته چمتو دي چې د روسیې او افغانستان د اړیکو سمولو د هڅو له لارې د دواړو هېوادونو د خلکو ګټې خوندي کړي.

جنرال ولادیمیر شمانوف
جنرال ولادیمیر شمانوف

د روسیې د پارلمان مشر جنرال ولادیمیر شمانوف «Vladimir Shamanov» د دغې مسودې اهمیت ته په اشارې ویلي:

"۳۰ کاله تېر شول، خو موږ ټول لا تر اوسه په یو ډول له هغو پېښو څخه ځورېږو. نه یوازې د دې لپاره چې موږ یې تر لسو کلونو پوځي عملیاتو وروسته د داسې پای تمه نه درلوده، بلکه د هغه ارزونې لپاره ځورېږو چې ډېر ژر ترسره شوه. البته نه د روسیې مشرتابه چې دا پریکړه یې کړې وه او نه هم پوځي ځواکونه او ملکي وګړي د داسې پایلې وړ نه‌دي."

XS
SM
MD
LG