په افغانستان کې د روسېې د سفارت چارواکي د مسکو په ناسته کې د افغان حکومت د استازي نه ګډون ته په اشارې سره وايي، افغان حکومت په خپلو تصامیمو کې خپلواک نهدی.
د سولې په اړه د مسکو له ناستې وروسته چې د افغان حکومت استازو پهکې ګډون نه درلود، په افغانستان کې د روسیې د سفیر مرستیال وايي، افغان حکومت پهدغه ناسته کې د ګډون کولو خپلواکي نه درلوده.
البرت خوریف دا خبره د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د مسکو د ناستې د ارزونې په نامه ناسته کې چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز لهخوا جوړه شوه وویل:
"کله چې د امریکا غبرګون وښودل شو چې پهدغه ناسته کې ګډون نه کوي، افغان حکومت هم دا خبره وکړه. موږ احساس کوو چې په افغان حکومت کې دننه څوک شته چې مزاحمت کوي. د دغې ناستې په تړاو موږ احساس کړه چې د افغانستان دولت سل په سلو کې په خپل دریځ کې خپلواک نهدی."
ده په ټینګار سره وویل، روسیه هېڅ وخت دا نیت نهلري چې د طالبانو ملاتړ وکړي او وسلې ورکړي، بلکې هڅه کوي چې د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي.
روسیې د عقرب په اتلسمه د افغانستان د سولې اړوند ناسته د ۱۱ هېوادونو او د طالبانو د استازیو په ګډون په مسکو کې جوړه کړه.
د راپورونو له مخې په دغه ناسته کې د امریکا استازي د څارونکي په توګه ګډون کړی و، خو افغان حکومت ورته خپل استازی نه و، استولی.
د مسکو په ناسته کې د سولې د عالي شورا شپږ کسیز پلاوي ګډون کړی وو چې د طالبانو له استازو سره یې خبرې کړي دي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز دغه ناسته د مسکو د ناستې د ارزونې په هدف جوړه شوې وه چې د روسيې د سفیر د مرستیال سربېره په کې د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال او یو شمېر څېړونکو ګډون کړی و.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې په کابل کې د روسیې د سفیر د مرستیال د دغو څرګندونو په اړه د افغان حکومت نظر هم واخلي خو بریالۍ نه شوه.
په جوړې شوې ناسته کې د سولې د عالي شورا مرستیال عطاء الرحمن سلیم، سولې ته د افغانستان د رسېدو په خاطر د روسېې هڅې وستایلې، خو ويې ویل چې د مسکو په ناسته کې د دواړو لورو له پلاوو نه مساوي ګټه وانه خېستل شوه، بلکې د طالبانو کمپاین ته زیاته زمینه برابره شوې وه.
نوموړي زیاته کړه:
"که دا ډول ناسته بیا جوړه شي زه فکر کوم د سولې د عالي شورا ګډون پهکې مناسب نهدی، ځکه چې ډېر سټېج او فرصت پهکې د طالبانو د کمپاین لپاره ورکړل شوی و."
ده وویل، که روسیه د بینالافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي او د تېرې ناستې په شان نه وي، دوه به د دوهمې ناستې لپاره د روسیې بلنه ومني.
په دغه ناسته کې افغان شنونکي خلیل رومان وویل، که څه هم د سیمې هېوادونه د افغانستان د وضعیت په اړه اندیښنه لري، خو ټنیګار کوي چې په یوه تنظیم د افغانستان ستونزه نه هواریږي، بلکې اړتیا ده چې د دولتونو ترمنځ ستونزې د مناسباتو له لارې حل شي.
راپور: خان محمد سیند