د افغان ځوانانو یوه ډله ملګرو ملتونو ته د ورتهوالي سازمان د کنفرانس له لارې د افغانستان په مهمو موضوعاتو بحث کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان ته د ورتهوالي سازمان یا «KMUN» درېیم کنفرانس د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۱» د بهرنیو چارو وزارت د ستوري په تالار کې پرانیستل شو.
د دغې کمېټې سکرتر جنراله حنا صالحي وايي، پهدغې کنفرانس کې به د سلګونه ځوانانو ترمنځ تر دوه نورو ورځو پورې د افغانستان په ستونزو خبرې اترې وشي.
د نوموړې په وینا د سولې بهیر او پهدغه بهیر کې د ځوانانو رول د دې غونډې مهم نور موضوعات دي.
نوموړې وویل:
"پهدې کنفرانس کې چې په کومو موضوعاتو خبرې کېږي، ټولې تودې موضوعګانې دي، موږ د سولې بهیر مخته وړو، خو ځوانان د دغه بهیر په کومه برخه کې دي؟ د دوی نظرونه څه دي؟ او بالاخره موږ باید خپل غږ ولرو دا د افغانستان راتلونکی جوړوي او ځوانان باید پهکې دخیل وي."
د اغلې صالحي په وینا د کنفرانس په پای کې به د ستونزو حل لارې د یوه پرېکړهلیک په ډول ولیکل شي.
له دې سره د دغې کمېټې بنسټګر یحی قانع وايي، دا کنفرانس ښوونیز اړخ هم لري چې ځوانان څنګه کولای شي د ملګرو ملتونو د سازمان رول تمثیل کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان ته د ورتهوالي کمېټې په ۱۹۸۶ میلادي کال کې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړ، خو د جګړو پر مهاليې فعالیت ځنډولی و.
د افغان ځوانانو یوه ډله په ۱۳۹۵ ه ش کال کې وتوانېده چې د دغې کمېټې کار یو ځل بیا په افغانستان کې پيل کړي.
د ځوانانو لهخوا د دغه کنفرانس اصلي هدف دا دی چې د ملګرو ملتونو د سازمان د کار او فعالیت له تمثیل سره په ټولنه کې بدلون راولي.
د دغې کمېټې سکرتر جنراله حنا صالحي وايي، دوی به لکه د نورو هېوادونو په څېر د ملګرو ملتونو ټول اهداف تعقیب کړي چې له دې سازمان سره ونښلي.
له دې سره د اجرائیه رئیس د دفتر رئیس قهار عابد چې په یاد کنفرانس کېيې ګډون کړی و، وايي د ځوانانو د دې کار هرکلی کوي.
نوموړی وايي:
"د ملګرو ملتونو سره د ورتهوالي مؤسسه له شک پرته یو مهم بنسټ دی چې زموږ له برخلیک سره سر او کار لري، موږ که له ډېر پخوا راهیسې ګورو دا بهیر له موږ سره مرسته کوي، خو له بدهمرغه موږ دا وخت په نورو ستونزو کې ګېر یو."
د ښاغلي عابد په خبره، ځوانان کولای شي د دا شان کنفرانسونو له لارې نړۍ ته د افغانستان نوی تصویر وړاندې کړي، ځکه په خبرهیې، دا وخت نړیوالو ته تر ډېره د افغانستان د تاوتریخوالي تصویر ورکړل شوی دی.
راپور: یوسف خان ځدراڼ