د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د جمناستېک نړیوال جام سیالۍ په جرمني کې پيل شوې


په المپیک سیالیو کې د ګډون په هدف د جمناستېک نړیوال جام سیالۍ نن په جرمني کې پيل شوې.

د ورزشي وېب‌پاڼو د راپور پر اساس د جاپان په پلازمېنې توکیو کې د ۲۰۲۰ میلادي کال د المپیک سیالیو کې د ګډون او برخې اخیستنې لومړی پړاو سیالۍ د غړو هېوادونو د استازو په ګډون د جرمني په کوتبوس ښار کې پيل شوې.

د جمناستېک د چمتووالي سیالۍ به د ۲۰۱۸ میلادي کال کې پیل او په اتو پړاونو کې به بشپړې شي.

د دې لوبو غوره لوبغاړي به د المپیک نړیوالو سیالیو کې د ګډون چانس ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG