د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۰

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټسال ملي ټیم تاجکستان ته ولاړ

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټسال ملي ټیم تېره ورځ تاجکستان ته ولاړ.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبډله به له تاجکۍ سیالې لوبډلې سره د نومبر په ۲۶مه د تاجکستان په خجند ښار کې دوستانه لوبه وکړي.

نوموړی وايي، دا د اسیا د ملتونو جام لومړنیو سیالیو ته چې د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه چې په ازبکستان کې جوړېږي د چمتووالي تمرین هم دی.

د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې به د افغانستان د ۲۰ کلنو د فوټسال ټیم د ډسمبر په دوهمه له ترکمنستان او په درېیمه ورځ به له ایرانۍ سیالې ډلې سره سیالي وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، افغان لوبډلې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یادو لوبو ته خپل تمرینونه پيل کړي او په ښه چمتووالي سره به په لوبو کې ګډون وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG