د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

شهزاد محمدي په لس اوریزه کرکټ سیالیو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ


د کرکټ افغان لوبغاړي شهزاد محمدي په لس اوریزه کرکټ سیالیو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

دغه لوبه چې تېره شپه په متحده عربي اماراتو کې وشوه، شهزاد محمدي په‌کې په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې وکړې، د لوبې تر پایه ولاړ و او مقابلې لوبډلې سند ته‌يې په لوړ توپیر ماتې ورکړه.

شهزاد محمد په راجپوت لوبډله کې لوبېږي.

دغه افغان لوبغاړي په‌دې سیالۍ کې په ۱۲ توپونو پنځوس منډې وکړې او نړیوال ریکارډ يې مساوي کړ.

له دې وړاندې د هندوستان یوراج سنګه په ۱۲ توپونو تېره پنځوسیزه وهلې وه.

د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالیو دوهم پړاو لوبې پرون د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شوې او د راتلونکې ډسمبر میاشتې تر دوهمې نېټې پورې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG