د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۳

سېف ده چلډرن: په یمن کې لوږې او ناروغیو ښايي ۸۵ زره کوچنیان وژلي وي


په یمن کې کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د لوږې او ناروغیو له امله ښايي ۸۵ زره کوچنیان مړه شوي وي.

له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیواله موسسه سېف ده چلډرن وايي، په یمن کې له تیرو شاوخوا درې کلونو راهیسې لوږې او ناروغیو ښايي نېږدې ۸۵ زره له پینځو کلونو کم عمره کوچنیان وژلي وي.

سېف ده چلډرن وايي، دوی دا شمېرې د خوارځواکۍ د هغو قضیو له مخې راټولې کړي دي چې له درملنې پاتې شوي دي.​

په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي، له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې له کله نه چې د سعودي عربستان په مشرۍ نړیوال ائتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد پوځي عملیات پیل کړي، یو عشاریه درې میلیونه ماشومانو جګړې او تاوتریخوالي اغېزمن کړي دي.

اسوشیټېډ پرېس اژانس وايي، د یمن جګړې د دې هېواد نفوس درېیمه برخه د نړۍ له تر ټولو ناوړه بشري ناورین او اته میلیونه نوريې له قحطۍ سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د یمن په روانه کورنۍ جګړه کې تراوسه پورې لسګونه زره کسان چې ګڼ شمېر يې ملکیان دي وژل شوي دي.

له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوالې موسسې سېف ده چلډرن په یمن کې د قحطۍ زیاته پړه د سعودي عربستان په مشرۍ پر نړیوال ائتلاف اچولې ده چې له یوه کال راهیسې يې د یمن کلابندي سخته کړې ده.

دې موسسې دغه راز د یمن د بشري ناورین په پراخېدو کې د دې هېواد په حدیده بندري سیمه کې چې یمن ته د اویا په سلو کې بشري مرستو د داخلېدو اساسي لار ده، د وروستیو جګړو اغېر هم یاد کړی دی.

سېف ده چلډرن ویلي، په حدیده بندر کې د جګړې له امله دا موسسه اړ شوې ده چې د عدن د بندر له لارې یمن ته بشري مرستې ورسوي چې دې کار اړینو خلکو ته د مرستو د رسولو چارې ټکنۍ کړي دي.

که څه هم ملګري ملتونه وايي، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف او حوثي یاغیانو په اوربند موافقه کړې ده، خو د یمن په حدیده بندري ښار او نورو برخو کې لا هم د دواړو خواو ترمنځ جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG