د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۱

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنې لوبډلې له بنګله‌دېشه ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنې لوبډلې د سبروټو کپ سیالیو په پای‌لوبه کې له بنګله‌دېش نه ماتې وخوړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه بنګله‌دېشۍ لوبډلې یو د صفر په نتیجې سره وګټله او د سبروټو کپ اتلولي یې په خپل نوم کړه.

افغان ۱۷ کلنې لوبډلې په دغو سیالیو کې د ۶ بریاوو او یوې ماتې سره دوهم مقام خپل کړ.

د سبروټو کپ سیالۍ له تېر یوه میاشت راهیسې د ۴۰ لوبډلو په ګډون په هند کې روانې وې چې تېره ورځ پای ته ورسېدې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG