د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د کانګفو ملي لوبډلې اتلولي د کابل لوبغاړو وګټله


د کانګفو ملي لوبډلې د لسم پړاو ټاکنیزو سیالیو اتلولي د کابل لوبغاړو وګټله.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د هېواد له ۲۸ ولایتونو نه ۳۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو چې له ډلې یې ۳۸ تنه ملي لوبډلې ته غوره شول.

په دغو سیالیو کې د کابل ولایت لوبغاړو د سرو زرو او سپینو زرو د دوو مډالونو په ترلاسه کولو سره د اتلوالۍ مقام ترلاسه کړ.

د پنجشېر ولایت لوبغاړو بیا د سرو زرو د دوو او د سپینو زرو د یوه مډال سره دوهم او د هرات ولایت لوبغاړو بیا د سرو زرو د یوه او سپینو زرو د دوو مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.

XS
SM
MD
LG