د ارزګان ولایت مرستیال والي خبر ورکوي چې په تېرو څو کلونو کې د دغه ولایت په امنیتي وضعیت کې ښهوالی نهدی راغلی او لا هم دغه ولایت وسلهوالو طالبانو سخت کلابند کړی.
د ارزګان مرستیال والي زیاتوي، دغه ولایت لا هم د وسلهوالو طالبانو تر محاصرې لاندې دی او اکمالاتيې د هوا له لارې کېږي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان هم مني چې دغه ولایت د لوړ امنیتي تهدید سره مخامخ دی او محاصره دی، خو وايي افغان پوځیان شپه او ورځ پهدې لټه کې دي چې د ترینکوټ ښار او ولسوالۍ له محاصرې خلاص کړي.
د ارزګان خلک بیا د امنیت غوښتنه کوي.
په اړهیې نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: