په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر نن له غرمې مخکې غزني ته تللی دی.
د غزني ولایت مقام په خپله فېسبوک پاڼه دغه خبره لیکلی دی.
جنرال سکاټ مېلر د غزني له والي وحیدالله کلیمزي او نورو چارواکو سره لیدلي دي.
د غزني ولایت مقام تر اوسه د دوی د لیدنې زیات جزئیات نهدي ورکړي، خو سکاټ مېلر داسې وخت غزني ته تللی چې د دغه ولایت په جاغوري او مالستان ولسوالیو وسلهوالو طالبانو ګڼ بریدونه کړي او لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دا لومړی وار دی چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر غزني ته تللی دی.
له ښاغلي مېلر سره پهدې سفر کې د افغان پوځ د خاصو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال بسمالله وزیري هم مل دی.