د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

اجرائیه رئیس به د فرانسې له مشرانو او د پارلمان له غړو سره وګوري


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن د اروپا د اقتصادي همکاریو او پراختیا د سازمان په څنډه کې د فرانسې له مشرانو او د پارلمان غړو سره وګوري.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د اروپا د اقتصادي همکاریو او پراختیا د سازمان د همکاریو راجلبول، په افغانستان کې شته اقتصادي فرصتونو ته د نړیوالو پاملرنه او د اقتصادي ستونزو هواري هغه مسایل دي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دغه سازمان کې مطرح کړي.

د اجرائیه ریاست یوه ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۹» ازادي راډيو ته وویل، د افغان حکومت اجرائیه به په پاریس کې د افغانستان او سیمې په اړه د اروپا د اقتصادي همکاریو او پراختیا په غونډو کې پر ګډون سربېره، د فرانسې له لوړپوړو چارواکو او په دې کنفرانس کې د نورو ګډونوالو سره وګوري.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

نوموړي زیاته کړه:

"اجرائیه رئیس به په‌دغه غونډه کې نن بیا ګډون وکړي، خو اصلي وینا به سبا ته وي، د دې تر څنګ به د یونېسکو سازمان له مشر، د فرانسې د پارلمان له مشر او د دغه هېواد له ولسمشر او یو شمېر نورو چارواکو سره کتنې ولري."

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون د اروپا د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان ته په وینا کې تر ډېره د ښځو پیاوړتیا او اقتصادي فرصتونو په تړاو خبرې وکړې.

د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا د سازمان دا ۱۹مه غونډه ده چې تر چهارشنبې پورې دوام وکړي.

دغه سازمان په نړۍ کې له هېوادونو سره د اقتصادي ستونزو د حل او د تجربو د شریکولو په هدف جوړېږي.

یاد سازمان په ۱۹۴۸ میلادي کال کې جوړ شوی او د امریکا، بریتانیا، فرانسه، سویس، جرمني او کاناډا په ګډون ۳۵ غړي لري، خو افغانستان د دغه سازمان غړیتوب نه‌لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي وايي، اجرائیه رئیس باید د اقتصادي همکاریو تر څنګ نړۍ دې ته وهڅوي، څو په افغانستان کې د سولې له پروسې سره همکاري وکړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"اقتصاد له سولې او امنیت سره مستقیمې اړیکې لري، نو زموږ غوښتنه دا ده چې د حکومت اجرائیه رئیس له فرصته په ګټې اخيستنې د نړیوالو پام دې ته کړي، څو د سولې په برخه کې هم مرسته وکړي."

نوموړي همدارنګه وویل، افغانستان د نړیوالو پانګه‌والو لپاره تر ټولو ښې زېرمې لري او باید پانګه‌وال وهڅول شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

اجرائیه ریاست بیا وايي، د اقتصادي همکاریو جلبول د اجرائیه رئیس د سفر مهمه اجنډا جوړوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG