د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

ارګ: د سولې د ملي مشورتي بورډ تشکیل د روانې اوونۍ تر پایه بشپړېږي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د سولې د هڅو د ګړندي کېدو لپاره به د روانې اوونۍ تر پایه د سولې ملي مشورتي بورډ ته د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ګډون د ټولنې د مختلفو قشرونو د استازو د معرفي کولو پروسه بشپړه شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني د دغه بورډ د جوړولو لپاره له تېرې اوونۍ راهیسې د سیاسي ګوندونو له مشرانو، جهادي څېرو، د مدني ټولنې، د ښځو او د ټولنې د نورو قشرونو له استازو سره د سلا او مشورو لړۍ پیل کړې چې تکمیلېدو ته نږدې ده.

مرتضوي زیاته کړه چې دغه بورډ به نه د سولې د عالي شورا ځای نیسي او نه به هم له وسله‌والو طالبانو سره مخامخ خبرې مخ ته وړي، بلکې یوازې به د دغو خبرو د پر مخ بیولو لپاره د حکومت مرکچي پلاوي ته سلا او مشوره ورکوي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

مرتضوي د دغه بورډ په اړه وویل:

"د سولې د خبرو اترو صلاحیت د افغانستان د حکومت دی، له مشورتي بورډ سره به په هره مرحله کې چې خبرې اترې مخ ته ځي، د خبرو د بهیر او هم د مرکچي پلاوي د ترکیب په اړه سلا او مشوره کېږي او د سولې عالي شورا به، لکه څرنګه چې پوهېږئ، د سولې لپاره د اسانتیا د برابروونکې په توګه رول لوبوي، خپل کار ته ادامه ورکوي، خو خبرې به په اصولو کې د افغانستان د حکومت پلاوی مخ ته وړي."

د سولې د ملي مشورتي بورډ د جوړېدو خبره وروسته له هغې راپورته شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د لومړي ځل لپاره د طالبانو په ګډون له مختلفو لورو سره تر لیدنو کتنو وروسته وویل چې د افغانستان حکومت او طالبان دواړه دې ډېر ژر د سولې د خبرو لپاره پراخ مرکچي پلاوي وټاکي.

د سولې د هڅو په ترڅ کې ښاغلي خلیل‌زاد دغه‌راز پرون په ارګ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

د ښاغلي مرتضوي په وینا په دې کتنه کې ښاغلي خلیل‌زاد ولسمشر ته د سولې په ارتباط د وروستیو لیدنو کتنو په اړه معلومات ورکړل او یو ځل بیا یې تأکید وکړ چې امریکا یوازې د سولې د خبرو لپاره د اسانتیا برابروونکې په توګه رول لوبوي او اساسي خبرې باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ پر مخ بوتلل شي.

د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د رسنیو د راپورونو له مخې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د خلیل‌زاد په لیدنو کتنو کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګېدو لپاره د ځینو نورو مسایلو تر څنګ، د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو او د موقت حکومت د جوړېدو مسایل مطرح شوي، ایا خلیل‌زاد له ولسمشر اشرف غني سره په خبرو کې دغه موضوعات هم راپورته کړل، که نه؟

ښاغلي مرتضوي دا یوازې ګنګوسې وبللې او زیاته‌یې کړه:

"هغه اوازې او ګنګوسې چې ګواکې د موقت حکومت د جوړېدو یا د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه بحثونه دې مطرح شوي وي، دغه بحثونه نه‌دي شوي او هغه موږ له اساسه ردوو، هغه خبرې چې ولسمشر له ښاغلي خلیل‌زاد سره وکړې، تر ډېره د سولې د پروسې په اړه وې، ولسمشر وویل چې په دې اړه موږ مشورې کړي او د افغانستان خلک د سولې ملاتړ کوي، د ښاغلي خلیل‌زاد تأکید هم پر دې و چې متحده ایالات له دغې پروسې سره د مرسته کوونکي او اسانتیا برابروونکي په توګه خپل رول لوبوي."

دا چې د طالبانو له استازو او افغان ولسمشر سره د ښاغلي خلیل‌زاد په وروستیو لیدنو کتنو کې د دواړو لورو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره طالبانو څه شرطونه وړاندې کړي، نه په خپله خلیل‌زاد او نه هم نورو دواړو لورو زیات جزئیات له رسنیو سره شریک کړي، خو د طالبانو د ځینو سرچینو په حواله، راپورونه وایي چې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د خلیل‌زاد په وروستیو خبرو کې چې درې ورځې یې وکړې، له زندانونو د طالب بندیانو د خوشې کېدو، پر طالب مشرانو د سفر د بندیزونو د لېرې کېدو، د اوربند د ټینګېدو، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو او د یوې موقتې ادارې د رامنځته کېدو مسایل مطرح شوي دي.

XS
SM
MD
LG