د امریکا ولسمشر او د پاکستان صدراعظم پر یو بل د تندو انتقادونو لړۍ ته دوام ورکړی.
ټرمپ پرون یو ځل بیا پاکستان تورن کړ چې د امریکا د ميلیاردونو ډالرو مرستې سره سرهیې د متحده ایالاتو لپاره هېڅ هم نهدي کړي.
وروسته له هغې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د سختو انتقادونو په ځواب کې نوموړی پر واقعیتونو پوهېدو ته وهڅاوه، ټرمپ پرون په نویو ټویټونو کې بیا پر خپلې مخکېنۍ خبرې ټینګار وکړ چې پاکستان ته مو په ميلیاردونه ډالر ورکړي، خو هغوی زموږ لپاره هېڅ هم نهدي کړي.
عمران خان د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان د نههمکارۍ د تورونو په ځواب کې ویلي چې ټرمپ ته پهکار ده چې له حقایقو ځان خبر کړي.
د هغه په وینا، پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا په مشرۍ جګړه کې کافي قرباني ورکړې او له دې وروسته به دوی هغه کار کوي چې د خپلو خلکو او د هېواد د ګټو لپارهیې مهم وي.
ټرمپ پرون په څو ټویټونو کې ولیکل چې نور موږ پاکستان ته ميلیاردونه ډالر نهورکوو، ځکه دوی زموږ پیسې اخلي او زموږ لپاره هېڅ نهکوي.
ده لیکلي:
"بن لادن (د القاعده پخوانی مشر او د دې ډلې بنسټ ایښودونکی) یې ښکاره بېلګه ده، افغانستانیې هم بل مثال دی، پاکستان یو له هغو څو هېوادونو دی چې له متحده ایالاتو پیسې اخلي او په بدل کې یې هېڅ نهکوي."
په یوه بل ټویټ کې ټرمپ لیکلي:
"موږ باید اسامه بن لادن ډېر پخوا نیولی وی، د سوداګرۍ پر نړیوالو مرکزونو تر حملې مخکې ما په خپل کتاب کې د هغه په اړه دا خبره کړې وه، پر هغه د ولسمشر کلېنټن ډز خطا شو، موږ پاکستان ته میلیاردونه ډالر ورکړل او هغوی هېڅکله هم راته ونهویل چې بن لادن چېرې دی، دا احمقانه دی."
له دې مخکې ولسمشر ټرمپ له امریکایي فاکس نیوز ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، ویلي وو چې په پاکستان کې ټول په دې خبر وو چې بن لادن د پاکستان په تر ټولو امن سیمه ایبټاباد کې د پوځي اکاډمۍ په خوا کې ارام اوسي، خو هېڅچا دا خبره ونهکړه، بلکې برعکسیې له موږه په کال کې ۱،۳ میلیارده ډالره مرسته هم ترلاسه کوله.
له دې مخکې ولسمشر ټرمپ د تېر کال په اګسټ کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې نوې ستراتېژۍ د اعلانولو پر مهال هم پر پاکستان سخت انتقاد کړی و او ویلي یې وو چې دې هېواد په خپله خاوره کې هغو ورانکارو ډلو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې پر امریکایي سرتېرو حملې کوي.
د ټرمپ ادارې چې له پاکستان سره د سلګونه ميلیونه ډالرو کلنۍ مرسته بنده کړې، ویلي چې که اسلاماباد د افغانستان په جګړه او د سولې په پروسه کې مثبت رول ونهلوبوي، نور به دغه مرستې ورنهکړل شي.
خو د پاکستان صدراعظم عمران خان په ټویټري لفضي ناندریو کې ټرمپ تورن کړ چې په افغانستان کې د جګړې د ناکامۍ د ملامتۍ پړه دې پر پاکستان نهاچوي.
عمران خان وویل:
"امریکا دې دا مسئله جدي وڅېړي چې د افغانستان په جګړه کې د ناټو د ۱۴۰ زرو ځواکونو او نورو ۲۵۰ زرو افغان ځواکونو او دغهراز د یو ټرېلیون یا زر ميلیارده ډالرو په مصرفولو سره ولې طالبان نن ورځ تر پخوا ډېر پیاوړي دي؟"
د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې پاکستان ته د اوښتو زیانونو په اړه وویل چې هېواد یې په دغه جګړه کې ۷۵ زره تلفات ورکړي او له اقتصادي پلوه هم څه باندې ۱۲۳ ميلیارده ډالر ورته زیان رسېدلی، خو امریکا یوازې ۲۰ میلیارده ډالر ورکړي دي.
عمران خان وویل:
"ایا ټرمپ کولای شي چې د بل داسې یوه متحد نوم واخلي چې دومره قرباني یې ورکړې وي؟"