د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغان سولې په اړه چې کومه هیلهمندي خلیلزاد څرګنده کړې، که جدي تعقیب شي، له واقعیته لیرې نهده.
وروسته له هغې چې د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې د افغانستان سولې ته محتاطانه خوشبیني څرګنده کړه، په افغانستان کې د سولې لپاره خورا زیاتې تمې راټوکېدلې دي.
په دې لړ کې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۸» ازادي راډیو ته وویل، که د افغانستان د ستونزې حل جدي تعقیب شي، شک نهشته چې د خلیلزاد له تمې سره سم حل شي.
کله مو چې له ښاغلي دین محمده وپوښتل چې دا تمې په کوم واقعیت راټوکېدلي؟
حاجي عزیزالله دین محمد
نوموړي يې په ځواب کې ازادي راډيو ته وویل:
"له یوې خوا د امریکا د حکومت ژوره پاملرنه او له بلې خوا د طالبانو هغه وینا چې موږ له امریکا سره خبرې کوو، ترسره شول، اوس بله داسې څه خبره نهشته چې د سولې بهیر وځنډوي، دا په خپله هغه شرایط دي چې د سولې خبرو ته زمینې برابروي، تر څو له انتخاباتو مخکې د سولې خبرو ته ډېر کار وشي."
ښاغلی دین محمد چې د مسکو په غونډه کې یې د افغان پلاوي مشري هم کوله او له طالب چارواکو سرهيې له نږدې خبرې کړې وې، دا ډېر معقول کار ګڼي چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې د سولې بهیر بشپړ شي، تر څو افغانستان سراسري انتخابات ولري.
زلمي خلیلزاد تېره ورځ په کابل کې له ځينو سیمهییزو رسنیو سره په خبرو کې وویل، امریکا د افغانستان د سولې له پروسې او انتخاباتو دواړو سره مرسته کوي.
خو ده هیله څرګنده کړه چې غوره به دا وي چې له انتخاباتو مخکې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه وشي.
له دې وړاندې راپورونه وو چې زلمي خلیلزاد قطر ته د سفر پر مهال دوهم ځل له طالبانو سره خبرې کړې وې چې طالبانو هم نن دوشنبه د یوې اعلاميې په خپرولو سره تأیید کړې.
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې د دوی یوه لوړپوړي پلاوي د نومبر په ۱۴مه، ۱۵مه او ۱۶مه له امریکايي پلاوي سره د افغانستان د مسئلې په سولهییز حل خبرې وکړې.
که څه هم ویل کېدل چې په دغو لیدو کتو کې د دواړو لورو ترمنځ د انتخاباتو پر ځنډ، موقت حکومت، اوربند او ځينو نورو موضوعاتو بحث شوی و، خو طالبانو دا هر څه رد کړي او دا یې یوازې ابتدايي خبرې بللې دي.
له دې سره په ولسي جرګه کې د خلکو استازي ټینګار کوي چې دوی د سولې د پروسې ملاتړ او هرکلی کوي.
امیر خان یار
د یادې شورا مرستیال امیر خان یار چې ننيې د شورا مشري هم کوله، د وکیلانو له نظرونو وروسته وویل:
"هره هغه سوله چې زموږ او تاسې هغه ملي او اسلامي ارزښتونو ته پهکې درناوی کېږي، موږ یې ملاتړ او هرکلی کوو، ځکه تاسې وینئ چې له بده مرغه موږ په افغانستان کې له ۴۰ کلونو راهیسې د پردیو دسیسو ښکار یوو."
د امریکا ځانګړي استازي بیا ویلي، د افغان سولې لار او نقشه دا ده چې داسې افغانستان وي چې هر افغان پهکې خپل حقوق ولري او له دې هېواده نړیوالې ټولنې ته هېڅ ګواښ نهوي متوجې.
راپور: یوسف خان ځدراڼ