د اسرائیل صدراعظم چې ائتلافي حکومتیې د ړنګېدو له خطر سره مخامخ دی، له وخته مخکې د پارلماني انتخاباتو د ترسره کېدو خبره رد کړه.
بنیامین نتانیاهو له وخته مخکې د انتخاباتو له ترسره کېدو سره مخالفت وښود او ویېویل چې په اوسني له امنیتي پلوه په حساس وخت کې نه د انتخاباتو ترسره کېدو ته اړتیا شته او نه هم دا سمه ده چې اوس انتخابات وشي.
بنیامین نتانیاهو دغه څرګندونې پرون یکشنبه د کابینې غونډې ته وکړې.
ټاکل شوې چې نوموړی نن د ورځې په وروستیو کې د مالیې له وزیر موشه کحلون سره چې په واکمن ائتلاف کې شامل د مرکزي ښي اړخي کولانو ګوند مشر دی، خبرې وکړې.
له هغه سره د بنیامین نتانیاهو د خبرو هدف دا دی چې د خپل ائتلافي حکومت د ړنګېدو مخه ونیسي.
بنیامین نتانیاهو تېره اوونۍ خپل دفاع وزیر او د ښي اړخي ګوند مشر اویګدور لېبرمن له لاسه ورکړل.
اویګدور لېبرمن د حماس له ډلې سره چې پر غزې تړانګې کنټرول لري له څو ورځو شخړو وروسته د یوه اوربند د ټینګېدو په وړاندې د اعتراض په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.
د هغه په استعفا سره د اسرائیل په ۱۲۰ کسیز پارلمان یا کنیسه کې د نتانیاهو حکومت د یوې څوکۍ په توپیر اکثریت لري.
کحلون چې ګوند یې په پارلمان کې لس څوکۍ لري او د اسرائیل لهخوا د فلسطینیانو په لاندې کړو سیمو کې د یهودي مېشت ځایونو د جوړولو ملاتړی دی، ګواښ وکړ چې که د دفاع وزارت څوکۍ ده ته ورنهکړل شي، خپل غړي به له ائتلافه وباسي.
د اویګدور لېبرمن له استعفا وروسته د دفاع وزارت چارې په خپله نتانیاهو چې په اوس وخت کې له صدراعظمۍ پرته د بهرنیو چارو د وزارت په ګډون د یو شمېر وزارتونو چارې مخته وړي، سمبالوي.
د نتانیاهو په مشرۍ د اوسني حکومت دوره په ۲۰۱۵ میلادي کې پیل شوې او د ۲۰۱۹ میلادي کال په نومبر کې چې عمومي انتخابات ترسره کېږي، پای ته رسېږي.