د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

تر راتلونکو شپږو میاشتو له طالبانو سره سولې ته د رسېدو په اړه د خلیل‌‌زاد هيله‌مندي!


د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد هیله‌مندي ښيي چې له ولسمشریزو انتخاباتو مخکې افغانان په خپلو کې د سولې هوکړه‌لیک ته ورسېږي.

نوموړي چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې له ځينو محلي رسنیو سره خبرې کولې وویل هڅه کېږي هر څومره ژر چې د سولې په برخه کې پرمختګ ته رسېدلای شي ورسېږي.

دا لومړی ځل دی چې نوموړی تر دې دمه د سولې په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه له رسنیو سره غږېږي.

دا افغانستان ته د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي څلورم سفر دی.

زلمی خلیل‌زاد چې د راپورنو له مخې په قطر او عربي هېوادونو کې يې له طالب استازو او ځيني نورو ښکېلو غاړو سره مهمې خبرې کړي، هیله‌مند دی چې تر راتلونکو شپږو میاشتو افغانان په خپلو منځو کې روغې جوړې ته ورسېږي.

نوموړي وویل دوی د سولې لپاره زمینې برابروي، خو د سولې په اړه کورني موضوعات باید د افغانانو له‌خوا حل شي.​

کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې طالبان د انتخاباتو پر ځنډېدو ټينګار کوي؟

زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

نوموړي په ځواب کې وویل:

"زه هیله‌مند یم چې طالبان او افغان حکومت له انتخاباتو د نېټې مخکې د سولې تړون ولري زما او د ټولو افغانانو هیله همدا ده ځکه هر څومره ژر چې سولې ته رسېږو ښه به وي."

نوموړي وویل د افغان سولې لار او نقشه دا ده چې داسې افغانستان وي چېرته چې هر افغان خپل حقوق ولري او له دې هېواد څخه نړیوالې ټولنې ته هېڅ ګواښ نه‌وي متوجې.

ښاغلي خلیل‌زاد داسې مهال د افغان سولې په اړه دا جزئیات په کابل کې له رسنیو سره شریک کړل چې د راپورونو له مخې نوموړي تېره اوونۍ په قطر کې له طالب استازو سره هم لیدلي دي.

اسوشیټېډ پرس اژانس د ځينو سرچینو په حواله لیکلي چې په دې لیدو کاتو کې د ولسمشریزو انتخاباتو پر ځنډ، د موقتي حکومت په جوړښت، د طالب زندانیانو په ازادېدو، اوربند د سولې د خبرو په څرنګوالي هم نظرونه شریک شوي دي.

ځينو رسنیو داسې راپورونه هم ورکړي چې د طالبانو د تحریک مرستیال او د ملا محمد عمر زوی مولوي محمد یعقوب هم له زلمي خلیل‌زاد سره لیدلي دي.

په کابل کې کله چې له هغه څخه د دغو لیدو کاتو او پرمختګونو په اړه پوښتنه وشوه نوموړي ډېر څه ونه‌ویل، خو په محتاطانه شکل‌يې خوشبیني څرګنده کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره د ملا محمد عمر له زوی او د دغه تحریک له مرستیال مولوي محمد یعقوب سره د خلیل‌زاد لیده کاته رد کړي، خو د سیاسي دفتر سره د لیدو کاتو په اړه‌يې څه نه‌دي ویلي.

خلیل‌زاد تېره میلادي میاشت هم د افغانستان په شمول د سیمې هېوادونو ته سفرونه کړي و او په پای کې يې نتیجې له افغان حکومت سره شریکې کړي.

له دې سفرونو، لیدو کاتو او هیله‌مندیو سره انتقادونه دا دي چې د دغو پرمختګونو جزئیات تر ډېره له ولسه پټ ساتل شوي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د دې تر څنګ چې د زلمي خلیل‌زاد هڅې ستايي وايي چې د سولې په اړه باید هر پرمختګ له خلکو سره شریک شي.

فضل هادی مسلمیار
فضل هادی مسلمیار

ښاغلی مسلمیار زیاتوي:

"که رښتیا هم د سولې په اړه دوه مخه سیاست نه‌وي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې امریکا باید د سولې تګلاره له افغان ملت سره شریکه کړي او موږ په دې اړه تشویش لرو، له افغان حکومت څخه مو هم غوښتنه دا ده هغه څه چې دوی اورېدلي هغه هم شریک کړي."

ښاغلی مسلمیار وايي د سولې لپاره پالېسي او تګلاره باید یوه وي او د دې لپاره چې د سولې په اړه د خلکو شکونه ورک شوي وي ښه به دا وي چې د روانو خبرو څرنګوالی وخت په وخت له خلکو سره شریک شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG