د اسیا د فسفیک حوزې مشران د سوداګرۍ پرسر د راپورته شويو اختلافاتو له امله ونه توانېدل چې د غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړي.
د سوداګرۍ په برخه کې د امریکا او چین ترمنځ اختلافات د دې سبب شول چې د اسیا فسفیک حوزې مشران د سرمشریزې د پای اعلامیه خپره نشي کړای.
د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو نن یکشنبه اعلان وکړ چې د تجارتي سیاستونو پرسر د راپورته شویو اختلافاتو له امله د اسیا فسفیک یا APEC د هېوادونو مشرانو ونشوای کړای چې د دغې سرمشریزې پر ګډې اعلامیې موافقه وکړي.
د پاپه نیو ګیني صدراعظم پټر او نیل چې هېواد یې په پورټ موریسبي کې د دغې سرمشریزې کوربه و، د سرمشریزې په پای کې وویل، له دې سره سره چې مشرانو دا ومنله چې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پرسر کړکېچ زیات شوی، په غونډه کې ډېر ګټور بحثونه او ښکاره نظریات تبادله شول.
او نیل خبریالانو ته وویل چې ټوله نړۍ د چین او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ پرسر راپوته شوي کړکېچ ته اندېښمنه ده.
د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، د سرمشریزې د پای د اعلامیې مسوده چې امریکا وړاندې کړې او رد شوې وه، د متن په یوه برخه کې یې پر چین انتقاد شوی و چې د سوداګرۍ غیر عادلانه پالېسي مخ ته وړي.
د APEC سرمشریزه په داسې حال کې بې نتیجې پای ته رسېږي چې یوه ورځ مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکي تعرفونو د زیاتوالي پرسر ناندرې ووهلې.
پنس وویل، واشنګټن چمتو دی چې د چین پر صادراتو پر اوسنیو لګول شویو ګمرکي تعرفې دوه چنده زیاتې ولګوي او ژمنه یې وکړه چې واشنګټن به تر هغو چې چین خپله تګلاره بدله نه کړي، خپل دریځ بدل نه کړي.
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د چین پر صادراتو د ميلیاردونو ډالرو په ارزښت ګمرکي تعرفې لګولي او ویلي یې دي چې دا کار یې د چین د سوداګرۍ د غیر عادلانه سياستونو له امله کړی دی.
خو چین هم له خپل لوري له امریکا پر واردوونکو تولیداتو ګمرکي تعرفې زیاتې کړي او ټرمپ یې تورن کړی چې د سوداګرۍ جګړه یې پیل کړې ده.
د چین ولسمشر شي د شنبې په ورځ دغې سرمشریزې ته وویل، تاریخ که هغه د سړې جګړې یا د ګرمې جګړې یا هم د سوداګرۍ جګړې وخت دی، ښودلې چې جګړه ګټونکی نه لري.
د امریکا مرستیال ولسمشر پنس وروسته پیکنګ د معنوي پانګې په غلا کولو تورن کړ او ویې ویل چې د دولت ترکنټرول لاندې کمپنیو ته ډېره سپسیدي ورکوي او د هغو بهرنیو کمپنیو په وړاندې چې هڅه کوي د چین بازار ته لاره پیداکړي، سخت خنډونه ایجاد کړي دي.