د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به تر راتلونکو شپږو ورځو، ولسي جرګې ته د ۳۲ ولایتونو د بریالیو نوماندانو ابتدایي نوملړ اعلان کړي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې د قوس دوهمه یې د یادو پایلو د اعلان ورځ ټاکلې، خو ټینګار کوي چې که دقت د سرعت قرباني کېږي نو د پایلو په اعلان کې به ځنډ ته ترجیع ورکړي.
ښاغلي سادات زیاته کړه:
"د همدې اوونۍ تر پایه به انشاءالله د بیا شمېرنې پروسه ختمه شي، تراوسه د دوه سوو مرکزونه رأیې بیا شمېرل شوي. زموړ نهایي هڅه همدا ده چې د ۳۲ ولایتونو د لومړیو انتخاباتو پایلې د قوس په دوهمه، د کابل د قوس په لسمه او نهایي پایلې به یو میاشت وروسته اعلان کړو."
ښاغلی سادات وایي، تر اوسه د ۳۲ ولایتونو د بایو مټریک دستګاوو معلومات د اطلاعاتو بانک ته ور اضافه شوي دي او هڅه کوي چې د کابل ولایت د مرکزونو رأیې د بیا شمېرنې پروسه هم ختمه او ډیتابېس ته یې شامل کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي و، سره له دې چې د رأیو بیا شمېرنه وخت نیسي، خو ممکن د لومړیو پایلو په اعلان اغېز وکړي.
د ولسي جرګې انتخاباتو کې د تقلب او لاسوهنې په تړاو تُند غبرګونونه راوپارېدل او همدا غبرګونونه د دې لامل شول چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو مرکزونو په تړاو چې پر وړاندې یې شکایتونه موجود وو، د رأیو د بیا شمېرنې پریکړې ته اړ شي.
اوس دا کمېسیون شپږ ورځې وخت لري چې د رأیو د بیا شمېرنې پروسه هم پای ته ورسوي.
په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه پهدې باور دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نهشي کولای په ټاکل شوې نېټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وایي، انتخاباتي کمېسیونونو تردې مهاله ونهشو کړای چې خلکو ته قناعت ورکړي.
ښاغلی رشید وایي، دوی ته په بغلان کې د رأیو د بیا شمېرنې پروسې د توقف خبرونه ورسېدلي او دا ښيې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغې پروسې د شفافیت تکل نهلري.
- خو د احزابو غبرګونونه بیا د انتخاباتو د پایلو اعلان په تړاو څه دي؟ د افغانستان لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا وايي:
"موږ هیله مند یو چې کمېسیون دې پاکې او ناپاکې رأیې سره جلا کړي او پایلې اعلان کړي، خو که خدای مهکړه دوی ونهشي کړای دا کار وکړي او پایلې هم همدا ډول اعلان کړي، زموږ لپاره د منلو وړ نهدي، اوس کمېسیون هڅه کوي چې شوی تقلب او لاسوهنې پتې کړي."
ښاغلی اوریا وايي، د دې لپاره چې احزابو ته د رأیې بیا شمېرنې او د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د انتقال پر مهال د څارنې اجازه نهده ورکړل شوې پایلې بهیې هم ورته د منلو وړ نهوي.
هغه ټینګار کوي چې یوازې هغه پایلې به ومني چې د بایومټریک پر بنسټ ترسره شي.