د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

غوریاني: د ځواکونو د تلفاتو د کمېدو لپاره د دفاع وزارت نوې ستراتيژي نېک ګام دی


د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون د افغانستان د دفاع وزارت نوې ستراتيژي د افغان ځواکونو د تلفاتو د کمېدو لپاره پر ځای ګام بولي.

دغه کمېسیون د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړه شمېره د اندېښنې وړ بولي، خو تمه ښيي چې د دفاع وزارت د نوې ستراتيژۍ له عملي کېدو سره به، د افغان ځواکونو په مرګ ژوبله کې کموالی راشي.

د یاد کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني وايي، د استخباراتي فعالیتونو ډېرول او د وسله والو مخالفینو د حملو مخنیوی، د ځواکونو د تلفاتو په کموالي کې مهم رول لرلای شي.

ښاغلي غوریاني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دې تر څنګ باید د افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو تر منځ همغږي زیاته شي.

ده وویل:

"له بده مرغه، زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات چې لوړ وو، لامل يې دا دی چې مونږ په دفاعي حالت کې وو، که داسې تعارضي او تهاجمي عملیات ولرو چې د طالبانو له حملو مخنیوی وکړي، غوره به وي، د نوې ستراتيژۍ له مخې، د وسله والو مخالفینو له حملو مخنیوی کېدای شي چې دا کار د حکومت په ګټه دی، ان شاالله د امنیتي او دفاعي بنسټونو په همغږۍ او ښه کار سره به د ځواکونو تلفات کم شي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان دفاع وزارت وايي، نوې ستراتيژي يې د ځواکونو د تلفاتو د کمولو په خاطر جوړه کړې ده.

د یاد وزارت ویاند غفور احمد جاوېد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دغې ستراتيژۍ پر بنسټ کوچنۍ امنیتي پوستې له لویو مرکزونو سره یو ځای او د افغان ځواکونو تهاجمي حملې ډېروالی مومي.

د ښاغلي جاوېد په خبره، د نوې ستراتېژۍ په چوکاټ کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان ځواکونو کومانډويي او هوايي عملیات هم ډېرېږي.

د افغانستان دفاع وزارت داسې مهال د دغې ستراتيژۍ د عملي کېدو خبر ورکوي چې ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې په تېرو څلورو کلونو کې د ۲۸ زره پولیسو او د ملي اردو د ځواکونو د وژل کېدو خبره وکړه.

له دې سره د نظامي چارو کارپوه باري عارض دې ته په کتو چې په تېر کې هم ورته ستراتيژۍ او پالېسۍ یوازې د کاغذ پر مخ پاتې وې، وړاندیز کوي چې د ستراتيژۍ د پلي کېدو لپاره باید جدي هڅې وشي.

باري عارض
باري عارض

دی زیاتوي:

"د کاغذ پر مخ ستراتيژي او پالېسي زمونږ درد نه دوا کوي او دا کار په وضعیت او شته امکاناتو کې هم بدلون نه شي راوستلای، نو غوره دا ده چې دوی د داسې ستراتيژیو په پلي کېدو کې جدي عملي اقدامات تر سره کړي."

د پولیسو او ملي اردو له لیکو د تلفاتو شمېر د ملي شورا د نورو غړو اندېښنې هم راپارولي دي .

ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو څخه په استجوابیه غونډه کې وغوښتل چې له هرو ممکنو لارو د ځواکونو تلفات را کم کړي.

خو د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل چې حملې ډېر او د وسله والو مخالفینو ګواښونه جدي دي، خو د افغان ځواکونو امکانات کم.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG