د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

مشرانو جرګه: د سولې په اړه د بېلابېلو لورو نظر اخيستل یو مهم ګام دی


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، د سولې په اړه د بېلابېلو لورو د نظرونو اخيستل یو مثبت او مهم ګام دی.

د افغانستان د سولې د هڅو په تېزېدو سره د افغانستان د مشرانو جرګې اداری پلاوی وايي، د ټولنې ټول وګړي باید د سولې له دې پروسیې ملاتړ وکړي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه نظرونه د سیمې او نړۍ په کچه سره نېږدې شوي او افغانان باید دا فرصت له لاسه ورنه کړي.

ښاغلي صدیقي د افغانستان د سولې په اړه د ولسمشر په مشرۍ مشورتي ناستو ته په اشارې وویل، دا د سولې د پروسیې په ملاتړ یو نېک ګام دی.

اصف صدیقي
اصف صدیقي

دی وایي:

"دا ګام ځکه ګټور دی چې وروسته هېڅ څوک نشي ویلای چې د سولې په موضوع کې ښکېل نه وو او یا له هغو سره پرې مشوره نه ده شوې، یعنې هر څوک د مسؤلیت احساس کوي او دا کولای شي چې ذهنیتونه اماده کړي او بالاخره ټول ګوندونه او مدني ټولنې فعالان په دغه قضیه کې ښکېلې شي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان د سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ مشورتي غونډې پيل شوې دي.

ولسمشر غني په تېرو څو ورځو کې په دې تړاو له پخوانيو جهادي څېرو، د سياسي ګوندونو له مشرانو او نورو فعالانو سره کتلي دي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل، تر ډېره هڅه کېږي چې د سولې پروسیې په اړه ټول افغانان معلومات ولري او په اړه یې نظرونه واخيستل شي.

نوموړي وویل، تر راتلونکي یوې اوونۍ پورې به د سولې ګډ مشورتي بورډ رامنځته شي.

په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره په سیمه ییزه او نړېواله کچه هڅې تېزې شوې دي.

د دغو هڅو یوه بېلګه د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفرونه دي.

زلمى خليلزاد د سيمې په دوهم سفر را وتلى.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

نوموړي د دغوو سفرونو په لړ کې تېره اوونۍ د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات او افغان استازو سره په ابوظبۍ کې یوه ناسته هم درلوده.

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو د برخې یوشمېر کارپوهان له هغې ډلې عبدالطیف نظري وویل، د سولې په تړاو سلا مشوره کولای شي چې دغه بهېر بریا ته یوسي.

ده وویل:

"زما په نظر د نظرونو اخیستل یو نېک او مثبت ګام دی، ځکه باید د بېلابېلو لورو نظرونه واخیستل شي، ترڅو په یوه قوي دریځ سولې ته ودانګو او له هغه پرته به مونږ ونه توانېږو چې سولې ته ورسېږو."

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په تړاو د مسکو ناسته هم د روانې میلادي میاشتې په نهمه ترسره شوه چې په دغه ناسته کې د یوشمېر هېوادونو د استازو ترڅنګ، د سولې عالي شورا او د طالبانو استازو هم ګډون کړی و.

اوس یوشمېر افغان کارپوهان د یوشمېر سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سیالیو ته په اشارې وايي، افغان حکومت باید هڅه وکړي، څو د سولې روانې هڅې د دغو سیالیو قرباني نشي.

رپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG