د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۵

د کندز ولسونو په یوه لویه غونډه کې د سولې او امنیت د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ

د کندز ولسونو د یوې لويې ولسي غونډې پرمهال په هېواد کې د سرتاسري سولې او ډاډمن امنیت د ټينګښت په اړه له روانو هڅو او هلو ځلو خپل ملاټر اعلان کړ.

په دغې سترې ولسي ناستې کې سیمه ییزو چارواکو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښځو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړي و او په هېواد کې د سولې او د امنیت د ټينګښت په اړه یې خپل وړاندېزونه او طرحې له اړوندو چارواکو سره شریک کړل او دغه راز د سولې په اړه له روانو هلو ځلو یې خپل ملاټر اعلان کړ.

د کندز یو تن دیني عالم مولوي سید صادق محسني د علماوو په اسازیتوب وویل چې په بشري ټولنه کې د سولې او ثبات تأمینول د هر انسان مسؤلیت او رسالت دی او باید په دې برخه کې د ټولنې ټول وګړي خپل ایماني او وجداني دین ادا کړي.

نوموړي وویل:

"د اسلام په سپېڅلي دین کې جنګ او ورور وژنه حرام او ناروا عمل ګڼل شوی، ځکه د اسلام دین د سولې او د دوستۍ پر ټينګښت او دغه راز د ټولنې په پراختیا، پرمختګ او د خلکو ترمنځ د نېکو روابطو پر درلودلو ټېنګار کړی."

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا یو تن غړي امرالدین ولي استدلال کوي چې حکومت د امنیت د تأمینولو په برخه کې پاتي راغلی، خو پر حکومت او نړیوالي ټولنې غږ کوي چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت په اړه خپل واقعي او صادقانه ګامونه پورته کړي.

امرالدین ولي
امرالدین ولي

دی زیاتوي:

"په هرې ټولنې کې سوله او ثبات اړین بلل کېږي، ځکه د ټولنې پرمختګ او پراختیا سولې او امنیت پورې ارتباط لري او موږ هم په هېواد کې د سرتاسري سولې د ټينګښت غوښتونکي یوو، خو په کار ده چې حکومت او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د جنګ ختمولو او د سولې د ټينګښت په اړه خپل صادقانه ګامونه پورته کړي."

بل خوا د کندز والي عبدالجبار نعیمي په دې وروستیو کې چې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د سولې د تينګښت په اړه کوم ګامونه پورته شوي، هرکلی کوي او په نېک فال یې نیسي.

نوموړي وویل:

"په تولنه کې د سولې او ثبات ټينګښت د ټولنې په وګړو پورې ارتباط لري، ځکه حکومت په یوازیتوب سره سوله او ثبات نشي تأمینولای، باید په دې برخه کې د ټولنې ټول اوسېدونکي له دولت سره همکاري وکړي، څو په هېواد کې تل پاتې سوله راشي."

د دې ولسي ناستي برخه والو پر هېوادوالو او دغه راز د سیاسي جریانونو پر مشرانو غږ وکړ چې ټول په ملي فکر او ملي یووالي سره د سولې له روانو هڅو او خبرو ملاټر وکړي او سربېره پر دې، په ټولو عامه بهېرونو کې فعاله برخه واخلي، څو راتلونکي نسلونو ته یو باثباته او پرمختللی افغانستان په میراث پرېږدي.

راپور: اجمل ارین

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG