د تاجکستان حکومت نن جمعه د نومبر په ۱۶مه د راغون په نوم د اوبو د برق د تولید د سترې پروژې د یوه توربین د پرانیستې خبر ورکړ.
پر دې پروژه درې اعشاریه نهه ميلیارد ډالر پانګونه شوې ده.
د تاجکستان حکومت وايي، د راغون بند د دوی د برښنا اړتیا پوره کوي او اضافي انرژي به پر ازبکستان، پاکستان او افغانستان خرڅوي.
د راغون بند د تاجکستان په جنوب کې د وخش پر دریاب جوړ شوی دی.
د تاجکستان حکومت وايي چې په یوه لسیزه کې به د دې بند ارتفاع ۳۳۵ مترو ته ورسېږي او په نړۍ کې به د اوبو دبرښنا د تولید تر ټولو لوړ بند وي.
د راغون بند شپږ تربینونه لري چې ۳۶۰۰ میګاواټه انرژي توليدولای شي.
دا بند د انرژۍ د تولید د تقریباً درېیو اټمي کارخانو په اندازه قوت لري.
د راغون بند یو توربین د جمعې په ورځ او نور پنځه په راتلونکو ورځو کې فعالېږي.
د فرانسې د خبري اژانس د خبریال په حواله، د پامیر په دې غرنۍ سیمه کې چې د وخش دریاب بهېږي، د ابادۍ کمې نښې لیدل کېږي.
د راغون بند د جوړولو نظر هغه وخت چې تاجکستان د پخواني شوروي اتحاد غړی و، رامنځته شوی و.
په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د شوروي له سقوط سره د راغون پلان هم وځنډېد.
خو د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان چې یو وخت د یوه کرهنیز فارم مشر و، له دې پروژې سره شخصي دلچسپي لري.
امام علي رحمان په ۲۰۱۶ میلادي کال پر راغون بند د کار د پیل لپاره په خپله په بلدوزر کې سپور شو او خاورې یې واړولې.
په تاجکستان کې چې ټول نفوس یې ۹ ميلیونه دی، دا پروژه د اوبو د برښنا تولید دوه برابره زیاتولای شي.
د تاجکستان حکومت وايي، د دې بند په ګټه به نورې ورته پروژې تمویل کړي.
خو د چاپېریال ساتنې یو شمېر ادارې انتقاد کوي چې د تاجکستان حکومت د هغو زیانونو په اړه پټه خوله دی چې طبعيت ته یې رسولای شي.
له طبیعي افتونو د دې بند د خونديتوب په اړه هم اندېښنې موجودې دي.
په انګلستان کې د ریډنګ پوهنتون د انساني جغرافیې استاد فلیپو مینګا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، راغون بند په داسې سیمه کې چې ډېرې زلزلې پکې کېږي، جوړېږي او جیولوژيستانو له دې امله خبرداری ورکړی دی.
د ازبکستان مخکني ولسمشر اسلام کریموف هم له دې پروژې سره مخالفت درلود.
کریموف یو وار ویلي وو چې د راغون بند به د تاجکستان او ازبکستان ترمنځ جګړه پېل کړي.
کریموف ویلي وو چې دا بند ازبکستان ته د وخش دریاب د اوبو ماراو کمزوری کوي.
خو د ازبکستان اوسنی حکومت یې موافق دی.
د ازبکستان حکومت ویلي چې راغون بند به د دوی زیاتې ځمکې خړوب کړي او په سیمه کې به ډېرې فابریکې ورسره جوړې شي.