د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د انتخاباتو کمېسیون: د کابل د رأیو د ابتدايي پایلو اعلان ښايي څو ورځې وځنډېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د کابل ولایت د رأیو ابتدايي پایلې ښايي له خپلې ټاکلې نېټې څو ورځې په ځنډ سره اعلان شي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د قوس په لسمه نېټه اعلان شي، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اوس وايي چې د رأیو شمېرنې په بهیر کې د لازم دقت له امله ښايي د دغه ولایت د انتخاباتو ابتدايي پایلې دوه درې ورځې وځنډېږي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ولایت د رأیو د بیا شمېرنې بهیر په ځنډ سره پرمخ روان دی چې ښايي د رأیو د پایلو په اعلان اغېز وکړي.

دی وایي:

"دغه بهیر لکه څنګه چې باید پرمخ لاړ شي، هغومره په سرعت مخته نه ځي، د انتخاباتو کمېسيون کوښښ کوي چې دقت د سرعت قرباني نه کړي، خیر که په دې دوه درې ورځې زیاتې تېرېږي، څو وتوانېږو هغه هدف چې حق حقدار ته سپارل دي، ترلاسه شي."

د ښاغلي سادات د معلوماتو له مخې، له تېرو څلور ورځو راهیسې د کابل ولایت د ۱۳۷ محلونو رأيې تر دې مهاله بیا شمېرل شوي دي.

کابل ولایت په ټوله کې د رأیې ورکونې ۵۵۳ مرکزونه او ۳۳۴۱ محلونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې وه چې د ولسي جرګې د ۳۲ ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د قوس په دوهمه او د کابل ولایت د انتخاباتو پایلې به د همدې میاشتې په ۱۰مه اعلان کړي.

د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې، ۲۹مې او همدا شان د عقرب د ۵مې د انتخاباتو په اړه له زیاتو شکایتونو وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کابل او پنجشېر ولایتونو د رأیو بشپړ او همدا شان د یو شمېر نورو ولایتونو د رأیو د ځینو مرکزونو د بیا شمېرلو پرېکړه وکړه.

دا شان د دغه کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د کابل ولایت د انتخاباتو د کمېسیون رئیس او ټول کارکوونکي يې د کمزوري مدیریت او د سم کار نه کولو له امله له دندو لېرې کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات ازادي راډیو ته وویل چې تر دې مهاله یې د شااوخوا ۲۵ ولایتونو معلومات ډيټابیس ته داخل کړي دي او د بایومټریک له دستګاوو سرور ته د ۷ لکو کسانو معلومات هم انتقال شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید وايي، د انتخاباتي کمېسنونو ترمنځ د لازمې همغږۍ د نه موجودیت او د ټيټ پوړو کارکوونکو د مداخلو له امله، د رأیې شمېرنې بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ دی.

يوسف رشید
يوسف رشید

دی زیاتوي:

"د کمېسيون چارې ټکنۍ او ځنډنۍ بولو او په ورته وخت کې د دواړو کمېسیونونو ترمنځ نه همغږي زموږ لپاره په جدي توګه د اندېښنې وړ ده چې ډېرې منفي پایلې لرلای شي، ځکه د دوی ترمنځ د همغږۍ نه موجودیت کاندایدنو ته شکونه پیدا کوي چې دلته څه خبره ده چې دوی سره نه جوړېږي."

ښاغلی رشید وايي، که د کمېسيون چارې همداسې روانې وي، نو ښايي د کابل ترڅنګ د نورو ولایتونو د رأیو د پایلو اعلان هم وځنډېږي چې دا چاره به د انتخاباتو په شفافیت سیوری وغوړوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG