د لوګر د ولایتي شورا رئیس وايي چې د داعش وسلهوالې ډلې شااوخوا ۱۰۰ کورنۍ د لوګر ازرې ولسوالۍ ته ورغلي دي.
د لوګرد ولایتي شورا رئیس وايي چې په ازرې ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شویو داعش کورنیو په منځ کې ماشومان او بهرني وسلهوال هم لیدل شوي دي.
حسیبالله ستانکزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۴» ازادي راډيو ته وویل، که دې موضوع ته پام ونهشي د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو ته هم ګواښ پېښېدلای شي.
نوموړی وايي:
"په تېره یوه اوونۍ کې د داعش شااوخوا ۱۰۰ کورنۍ د لوګر ازرې ولسوالۍ سپین جومات ساحې ته راغلي دي، د حکومت او خلکو له وېرې د ځاځیو لکړۍ سیمې ته تللي دي، د دوی ځای پر ځای کېدل ممکن د کابل په امنیت اغېز وکړي."
ښاغلی ستانکزی وايي، که د داعش وسلهوالو مخه په خپل وخت ونهنیول شي، ممکن په سیمه کې خپلو لیکو ته جلب و جذب هم پيل کړي.
دا پهداسې حال کې ده چې تازه د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ویلي چې په هغه ولایت کې د اسلامي دولت په نوم د داعش د انسجام او روزنې مرکز لهمنځه وړل شوی او وسلهوالیې په تیت او پرک ډول مبارزه کوي.
له دې وړاندې په افغانستان کې ننګرهار د داعش ډلې عمده مرکز بلل کېده.
د لوګر د ولایتي شورا رئیس وايي، کله چې په ننګرهار کې په داعش وسلهوالو فشارونه زیات شول یادې ډلې څنګ ولایتونو په ځانګړي ډول لوګر ته مخه کړې.
بلخوا داعش ډلې د کابل د دوشنبې ورځې د هغې انتحاري حملې مسؤلیت په غاړه واخیست چې له املهیې لږ تر لږ شپږ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.
خو د لوګر ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وايي چې تر اوسه په لوګر کې د داعش ډلې د شتون په اړه دوی ته له سیمې رسمي اطلاعات نهدي رسېدلي.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو ادعاوو په اړه پلټنې کوي.
ده زیاته کړه:
"د لوګر په ارزې ولسوالۍ کې امنیتي، دفاعي او کشفي ارګانونو پهدې اړه موږ ته کومه اطلاع نهده راکړې، تر دې مهاله دغه موضوغ نهتأییدوو، کشفي امنیتي ادارې پهدې اړه پلټنې کوي، که څه مو پيدا کړل له تاسې سره بهیې شریک کړو."
ښاغلی احمدزی زیاتوي چې تېر کال هم په همدې سیمه کې افغان ځواکونو د داعش یو شمېر کورنۍ نیولې وې چې بیا یې کابل ته ولېږلې.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغو ادعاوو په اړه د افغانستان د دفاع وزارت نظر هم واخلي، خو بریالۍ نهشوه.
د پوځي چارو افغان کارپوهان وايي، وړاندې له دې چې داعش ډله کابل ته په نږدې ولایت لوګر کې ځان ته روزنیز کمپونه جوړ او جلب و جذب پیل کړي باید لهمنځه یوړل شي.
د دغو کارپوهانو له ډلې حیګل سلمانخېل وايي، داعش سره ځکه سوله نهکېږي چې افغانان نهدي او هم په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو اهداف پلي کوي.
راپور: رحمتالله افغان