د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

په هلمند کې د کرنیزو او لاسي توکو ننداتورن جوړ شو


په هلمند ولایت کې د کرنیزو او لاسي توکو ننداتورن جوړ شو.

د دغه نندارتون ګډون‌والو په یوه خوله له حکومته د زراعتي او نورو محصولاتو او لاسي توکو ته د بازار موندنې غوښتنه وکړه.

د هلمند چارواکو هم د کروندګرو کرنیزو محصولاتو ته د سړو خونو د جوړونې ژمنه ورکړه.

په هلمند کې د تېرې یوې لسیزې ناامنیو له امله ډېری برخې په خاص ډول کرنه سخته زیانمنه شوې ده.

که څه هم د کرنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې له‌خوا په میلیونونه ډالره مالي مرستې شوې دي، خو حکومت د کروندګرو سره یوځای حداقل په یوه داسې بدیل نه‌دی توانېدلی چې له امله‌يې کوکنار ورک شي او د دې ولایت کروندګر نورو مېوو او دانو ته مخه کړي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي دغه نندارتون ته ورغلی چې راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00

XS
SM
MD
LG