د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۶

د اسرائیل دفاع وزیر له حماس سره د اوربند په مخالفت کې له دندې استعفا وکړه

د اسرائیل دفاع وزیر په غزې تراړه کې له حماس ډلې سره د اوربند په مخالفت کې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د اسرائیل دفاع وزیر اویګدور لیبرمن له حماس ډلې سره د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د حکومت د اوربند موافقه غندلې ده او په اعتراض کې يې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د اسرائیل دفاع وزیر په غزې تراړه کې د اسرائیلي ځواکونو او حماس ډلې ترمنځ له تازه جګړو وروسته چې ۷ فلسطینیان او یو اسرائیلی عسکر په‌کې ووژل شول، استعفا وکړه.

د لیبرمن استعفا د صدراعظم بینیامین نتانیاهو ائتلافي حکومت ته سخت ټکان ورکړی دی او په اسرائیل کې يې له وخته مخکې د پارلماني انتخاباتو د ترسره کېدو غږونه پورته کړي دي.

اویګدور لیبرمن نن وویل، له حماس سره اوربند ترورېزم ته د تسليمېدو په معنی ده.

په غزه کې د تاوتریخوالي له تازه څپې وروسته اسرائیل او حماس ډلې د سې شنبې په ورځ د مصر او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب او نوښت په اوربند موافقه وکړه.

د اسرائیل دفاع وزیر ویلي، دی هیله‌مند دی چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به له وخته مخکې پارلماني انتخاباتو ته نېټه وټاکل شي.

د اسرائیل د حکومت سیاسي اپوزېسیون هم له وخته مخکې د انتخاباتو لپاره د اویګدور لیبرمن له غوښتنې ملاتړ اعلان کړی دی.

د اسرائیل راتلونکي پارلماني انتخابات د ۲۰۱۹ میلادي کال په نومبر میاشت کې پلان شوي دي.

په همدې حال کې د اسرائیل د سیدیروت ښار یو شمېر اوسېدونکو چې د حماس ډلې د راکټي بریدونو تر ګواښ لاندې دي، د اوربند له اعلانه هرکلی کړی دی، خو یو شمېر نورو يې پر حکومت انتقاد کړی دی چې د دوی پر سیمه د حماس د راکټي بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

په غزې تراړه کې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د حماس ډلې د اسرائیل او او مصر له‌خوا د پولو د تړل کېدو په اعتراض کې هره جمعه پراخې مظاهرې تنظیم کړي.

د دې مظاهرو په ترڅ کې چې زرګونه فلسطینیانو په‌کې برخه اخيسته، له اسرائیلي سرتېرو سره نښتې هم وشوې او د اسرائیلي ځواکونو په ډزو شااوخوا ۱۷۰ فلسطینیان ووژل شول.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG