د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۴

په ارزګان کې د سولې په نوم د فوټبال ټورنمنټ پیل شو


په ارزګان ولایت کې د سولې په نوم ۲۰ ورځنی د فوټبال ټورنمنټ پیل شو.

دغه ټورنمنټ تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې پیل شو.

د فوټبال فدراسیون مشر میرزا محمد امیري د یادې لوبې د پیل پر مهال وویل چې په دغه ټورنمنټ کې اته لوبډلې برخه لري او ۲۰ ورځې به دوام وکړي چې لګښت‌يې د ترینکوټ ښاروالۍ پر غاړ اخیستی دی.

نوموړی وايي، په‌دغه ټورنمنټ کې که هرې لوبډلې لومړی مقام خپل کړ، هغه لوبډله به د یوه کال لپاره اتله وي او د زون په سطحه به لوبېږي.

په ورته وخت کې لوبغاړي هم خوښ دي چې دغه ډول سیالۍ ترسره شي، خو له دولته غوښتنه کوي چې د لوبو لپاره دې ورته لوبغالی جوړ کړي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG