د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۸

د سوېل ختيځ مشران: حکومت او مخالفین دې په افغاني مذکراتو جنګ ته د حل لار ولټوي

د پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست ولایتونو یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د یوې ګډې غونډې په ترڅ کې له دولت او د دولت له وسله‌والو مخالفينو وغوښتل چې د بین‌الافغاني مذکراتو له لارې په هېواد کې روانې جګړې ته د حل لار ولټوي.

دا غونډه نن د لړم په ۲۲مه د سې شنبې په ورځ د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې جوړه شوې وه.

د پکتیا والي ښاغلي شمیم خان کټوازي په افغانستان کې د جګړې بندېدو او د سولې په ټینګښت کې د علماوو او قومي مشرانو رول اغېزناک وباله.

کټوازي په سوېل ختیځ زون کې د دولت په استازولۍ له علماوو او قومي مشرانو وغوښتل چې د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره خبرې وکړي او د خبرو اترو له لارې یې له دولت سره تل پاتې سولې ته وهڅوي.

شمیم خان کټوازی
شمیم خان کټوازی

نوموړي وویل:

"د دې ولایت او د دې زون په سطحه صلاحیت راکړل شوی، زه‌یې تاسو ته انتقالوم، ځئ لاړ شئ، له مخالفینو سره خبرې وکړئ، د یو طالب سره، د ولسوالۍ په سطحه، د ولایت په سطحه، د زون په سطحه او که بالاخره د هېواد په سطحه هم کولای شئ، زمینه درته برابروو."

د پکتیا ولایت د علماوو شورا رئیس ښاغلي مولوي خواجه‌الدین حق‌بیان په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د حل لارې د موندلو په هدف په مسکو کې له جوړې شوې غونډې د ملاتړ تر څنګ پر طالبانو غږ وکړ چې بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

ده وویل:

"کومه ناسته چې په مسکو کې روانه ده د سولې لپاره مذاکرات دي، موږ له هغې ملاتړ کوو، خدای دې وکړي چې دغه ناسته د افغانستان د ځورېدلي او کړېدلي ولس لپاره د خیر او خوشحالۍ زېری ورکړي."

د غونډې ۱۱ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک د پکتیا ولایت د حج او اوقافو رئیس ښاغلي مولوي عبدالغفور له‌خوا ولوستل شو چې په ځینو برخو کې یې راغلي:

"هر هغه څوک چې د سولې لپاره په هر عنوان خنډ جوړوي، په کلکه‌یې غندو، د هېواد دننه او بهر چې کومې غونډې ترسره شوې دي، د ټولو ملاتړ کوو، د جنګ له ښکېلو خواو غواړو چې د سولې لپاره خنډ ونه‌اوسي او لبیک دې ورته ووایي، تر څو د اوربند له لارې مذاکراتو ته لاره هواره شي."

د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو علماوو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانانو ترمنځ له اختلافي نظر او روانې جګړې دې ناوړه ګټه نه‌پورته کوي او په افغانستان کې دې د تل پاتې سولې په ټینګښت کې له افغان دولت سره صادقانه مرستې وکړي.

راپور: اصیل ځاځی

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG