د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۳۶

د جګړې اوږدېدو له افغانانو سره ډېرو فرضیو ته لاره هواره کړې


په افغانستان کې د جګړې اوږدېدو له افغانانو سره ډېرو فرضیو ته هم لاره هواره کړې ده.

کله چې امریکایي ځواکونو د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې له خپلو افغان متحدینو سره د طالبانو واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود، افغانانو یې تود هرکلی وکړ، خو له ۱۷ کلونو وروسته طالبانو تقریباً د افغانستان نیمایي برخه نیولې، امنیتي وضعیت د پخوا په نسبت ډېر خراب شوی چې د دغو شرایطو ملامتي هم اکثره افغانان پر امریکایانو اچوي.

د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې، امریکا د افغانستان په جګړه کې چې د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، له ۲۴۰۰ زیات پوځیان له لاسه ورکړي او څه باندې ۹۰۰ ميلیارده ډالر یې پرې لګولي دي.

د امریکا درېیو ولسمشرانو د دغې جګړې د پای ته رسولو ژمنې کړي، هر یوه‌یې یا دې هېواد ته نور سرتېري رالېږلي، یا یې سرتېري ترې ایستلي، له طالبانو سره‌یې تماسونه ټینګ کړي، یا یې هم د هغوی پر ځپلو زور اچولی دی.

تېر کال‌یې هم تر ټولو ستر بم چې د بمونو د مور په نوم یاد شوی، د بلې سخت دریځې داعش ډلې تر ځمکې لاندې په سمڅو راوغورځاوه.

د راپور له مخې، تر اوسه هېڅ یوې دغې هڅې مؤثره نتیجه نه‌ده ورکړې، بلکې د کلونو په تېریدو سره‌یې افغانان لا ډېر ناهیلي کړي او دغه وضعیت ډېرو فرضیو ته لاره هواره کړې ده.

په یوه کې یې اکثره افغانان د ملامتۍ ګوته امریکا ته نیسي چې ګواکې دا هېواد نه‌غواړي چې دغه جګړه پای ته ورسوي.

محمد اسماعیل قاسمیار چې د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار دی، وایي چې نه‌پوهېږي چې ولې امریکایي او د ناټو ځواکونو چې یو وخت‌یې شمېر په افغانستان کې ۱۵۰ زره سرتېرو ته رسېده، د سلګونه زرو افغان ځواکونو تر څنګ ونه‌شو کړای چې د طالبانو ځواک مات کړي؟

محمد اسماعیل قاسمیار
محمد اسماعیل قاسمیار

د قاسمیار په باور، دوی نه‌غوښتل چې دا کار وکړي، یا به‌یې هم ښایي نه‌شو کولای.

قاسمیار وایي، اوس‌یې په زړه کې داسې تېرېږي چې ښایي امریکا او د هغې متحد پاکستان قصداً غوښتي وي چې د افغانستان وضعیت ګډوډ وښیي، تر څو امریکا په دې هېواد کې دوامداره پوځي حضور توجیه کړای شي.

د هغه په وینا، امریکا په دغه پوځي حضور سره چې اوس‌یې د سرتېرو شمېر ۱۵ زرو ته رسېږي، له افغانستانه په استفادې غواړي ایران، روسیه او چین له نږدې وڅاري.

دا چې د افغانستان د جګړې تر شا څه عوامل پراته دي، وخت ناوخت په تېره د مهمو پېښو په تړاو افغان چارواکو او د سیاسي چارو کتونکو مختلف نظرونه څرګند کړي دي.

تېره میاشت د کندهار د ځواکمن امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له وژلو سره ټولنیزې رسنۍ په تصویرونو او پوسټونو ډکې وې چې په ډېرو کې ویل کېدل، نوموړی د امریکا د توطئې ښکار شوی دی.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې پر افغانستان د امریکا د پوځي برید په نتیجه کې واک ته ورسېد او څه باندې یوه لسیزه‌یې د چارو واګې په لاس کې وې، وایي چې افغانانو په ۲۰۰۱ کال له زړه د متحده ایالاتو او د نړیوالې ټولنې د راتګ هرکلی وکړ، خو اوس داسې نه‌ده.

حامد کرزی
حامد کرزی

کرزي په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې وویل:

"په لومړیو څو محدودو کلونو کې هر څه ډېر ښه وو، خو وروسته موږ ولیدل چې امریکا یا خپل دریځ بدل کړ، یا هم ښایي په اسانۍ یې د افغانانو غوښتنې او د دې هېواد وضعیت له پامه غورځولی وي."

کرزی امریکا ګرم بولي چې دغه جګړه‌یې اوږده کړې.

د هغه په وینا، امریکا نه‌ده توانېدلې چې د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د سخت دریځو امن ځایونه له‌منځه یوسي، د افغانانو پر کلیو او کورونو یې بمباري کړې او په عملیاتو کې یې ډېر افغانان نیولي او په زندانونو کې یې اچولي دي.

یو شمېر نور افغانان بیا داسې انګېري چې د افغانستان فاسد حکومت چې خپله کرزي یې له څه باندې یوې لسیزې مشري کړې، په دې هېواد کې د جګړې دوام ته لاره هواره کړې ده.

حاجي اکرم چې د کابل په زاړه ښار کې روزمزد دی او د خپلې کورنۍ لپاره په مشکل یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي وايي چې ټولې مرستې چې دې هېواد ته راغلي، د هغو کسانو جېبونو ته لوېدلي چې په قدرت کې دي او بې‌وزلو ته هېڅ نه‌دي رسېدلي.

حاجي اکرم چې د ورځې شااوخوا ۴ ډالره ګټي، وایي چې نړیوالو وضعیت نه‌دی ښه کړی او ورته په‌کار ده چې له دې هېواده ووځي.

د اسوشیټېډ پرس په لیکنه، دا یوازې افغانان نه‌دي چې له روان وضعیته سر ټکوي، بلکې د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا سرپلټونکي هم د روانې میاشتې په لومړیو کې د امریکا په اوهایو ایالت کې په یوه وینا کې د افغانستان وضعیت له دې هم ناوړه وباله.

جان سوپکو څرګنده کړه چې امریکا په افغانستان کې د بیارغونې پر چارو تر اوسه ۱۳۲ میلیارده ډالر چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د لوېدیځې اروپا د رغولو لپاره د امریکا د مرستو تر اندازې ډېر زیات دي، لګولي.

جان سوپکو
جان سوپکو

پر دې سربېره امریکا نور ۷۵۰ میلیارده ډالر هم په افغانستان کې پر پوځي عملیاتو لګولي او واشنګټن هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره په کال کې د ۴ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه هم کړې ده.

د سوپکو په وینا، د دې ټولو هڅو سره سره نتیجه دا ده چې له ۱۷ کلونو پوځي او مالي مرستو سره سره افغانستان تر اوسه یو د نړۍ تر ټولو بې‌وزله هېواد دی، د سواد کچه په‌کې ډېره ټیټه ده، په نړۍ کې یو تر ټولو په فساد ککړ او یو تر ټولو ناامنه هېواد دی.

حمیدالله نصرت چې د کابل سیند پر غاړه ګرځنده پلورونکی دی، وایي چې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو سره‌یې داسې احساس کاوه چې هر څه به ښه شي، خو ورځ تر بلې وضعیت لاخرابېږي.

له نوموړي سره هم دا پوښتنه ډېره مطرح ده چې متحده ایالات چې سوپر پاور یا د نړۍ تر ټولو ځواکمن قدرت دی، ولې نه‌شي کولای چې د طالبانو مخه ونیسي.

د ده په وینا، هر افغان دا پوښتنه کوي.

افغان امنیتي ځواکونو چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې په افغانستان کې د جګړو مشري تر لاسه کړې، د وسله‌والو طالبانو په وړاندې جګړو کې هره ورځ ډېره قرباني ورکوي.

سره له دې چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت افغان ځواکونو ته سلا مشوره ورکوي، ملاتړ یې کوي او روزنه ورکوي، خو د امریکا په ګډون د دغو ځواکونو پر نړیوالو ملاتړو ډېر انتقادونه کېږي چې هغسې چې لازمه ده، دغه ځواکونه‌یې په ښو وسلو نه‌دي سمبال کړي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې په سختو شرایطو کې یې سم لاس‌نیوی نه‌کېږي.

XS
SM
MD
LG