د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۳

د انتخاباتو کمېسیون: د کندز په ګډون شاید د ځينو ولایتونو رأیې بیا وشمېرل شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د کندز په ګډون ممکن د یو شمېر نورو ولایتونو رأیې هم بیا وشمېرل شي.

دغه کمېسیون وايي چې د یو شمېر نورو مرکزونو په اړه جدي شکایتونه موجود دي چې ممکن رأیې یې بیا وشمېرل شي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۲» ازادي راډيو ته په دې اړه کره معلومات ورنه‌کړل، خو زیاته‌یې کړه چې د کندز ولایت د انتخاباتي مرکزونو په اړه زیات شکایتونه موجود دي.

دی وایي:

"اټکل‌یې نه‌شو کولای، خو په دې اړه به په خپل وخت معلومات شریک کړو، ویلی شو چې د کندز په اړه زیات شکایتونه موجود دي، د دې احتمال شته چې د کندز د ځینو مرکزونو رأیې بیا وشمېرل شي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کابل او پنجشیر ولایتونو د رأیو بشپړ او همدا شان د یو شمېر نورو ولایتونو د رأیو د ځینو مرکزونو د بیا شمېرلو پرېکړه کړې وه.

د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې، ۲۹مې او همدا شان د عقرب د ۵مې انتخاباتو په اړه زیات شکایتونه موجود وو.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې د ولسي جرګې د ۳۲ ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د قوس په دوهمه او د کابل ولایت د انتخاباتو پایلې به د همدې میاشتې په ۱۰مه اعلان شي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند وايي چې تر اوسه د ۱۰ ولایتونو د بایو مټریک معلومات سرور ته داخل شوي او دغه پروسه به په کم وخت کې بشپړه شي.

میرزا محمد حق‌پرست وايي چې د کمېسیون کارونه له مهالوېش سره سم په مخ روان او له اعلان شوي وخت سره به سم د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

که څه هم د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د شفافیت لپاره د رأیو بیا شمېرل اړین بولي، خو په دې برخه کې د عدالت تأمین مهم بولي.

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، وېره شته چې ځیني مغرض کسان به د رأیو د بیا شمېرنې په بهانه فساد ته لاره هواره کړي.

یوسف رشید
یوسف رشید

دی وایي:

"خدای مه‌کړه، بیا شمېرنه فساد ته لاره هواره نه‌کړي، موږ اندېښمن یوو چې ځیني مغرضې کړۍ او اشخاص په کمېسیون فشار رانه‌وړي او په رأیو شمېرلو کې ګوتې ونه‌وهي، د دې پر ځای چې عدالت ته زمینه برابره کړي، فساد ته لاره هواره نه‌کړي."

ښاغلی رشید زیاتوي چې د رأیو د شمېرلو پر مهال باید د کاندیدانو استازي موجود وي او که ستونزه موجوده وه، نو باید له طرزالعمل سره سم د شکایتونو فورمه ډکه کړي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د دوی په کارونو کې لاسوهنه وکړي او په دې برخه کې شفافیت د دوی ژمنه ده.

راپور: رحمت‌الله افغان

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG