د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۳

د هنډبال لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ د کابل کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ د کابل کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د مرکز کابل او ولایتونو نه شااوخوا ۲۰۰ لوبغاړو د بېلابېلو کلبونو په ترکیب کې ګډون کړی وو.

د دغه سیالیو پای‌لوبه د کابل کلب او پولې‌تخنیک لوبډلو ترمنځ وشوه چې د ۱۵-۱۸ په نتیجې سره د کابل کلب په بریا سره پای ته ورسېده.

له دغو سیالیو نه ۱۸ غوره څېرې د هنډبال غوراوي کمېټې له‌خوا د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې ته غوره شوې.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د ښځینه هنډبال ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ د هدایت کلب په اتلولۍ پای ته رسېدلې وې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG