د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

په خوست کې د ۱۴ ټاکنیزو محلونو رأيې باطلې اعلان شوې


په خوست کې د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د ۱۴ ټاکنیزو محلونو رأيې باطلې شوي او د سلو نورو محلونو ټولې رأيې به بیا وشمېرل شي.

دوی زیاتوي، د ښځو چارو د رئيسې په ګډون پنځه حکومتي مأمورین او د ټاکنو د کمېسیون غړي جریمه او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون چارواکي وايي، که کوم نوماند د یاد کمېسیون په پرېکړه اعتراض ولري، کولای شي د سې شنبې ورځې د مازدیګر تر څلورو بجو د استېناف غوښتنه وکړي.

دوی یادې څرګندونې د دوشنبې ورځې ناوخته د ټاکنو د کمېسیون ودانۍ په انګړ کې د یو شمېر رسنیو خبریالانو او د نوماندانو ناظرینو ته وکړې.

په خوست کې د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون چارواکو رسنیو او د نوماندانو ناظرینو ته وویل چې دوی ته د سپارل شویو ۱۸۹ ټاکنیزو تخطیو څخه ۲۸ مورده چې یو څه جنجالي وو، د بررسۍ او څېړنې لپاره د شکایاتو مرکزي کمېسیون ته لېږل شوي دي.

د کمېسیون کمېشنر عبدالله انصاري وویل چې د رأیو د تفتیش، بیا شمېرنې او شکایاتو ته د رسیده‎ګي او تصمیم نیونو بهیر چې درې اوونۍ مخکې پیل شوی وو، پای ته ورسېد.

نوموړي وویل:

"د ۱۴ محلونو رأیې د هغو شکایتونو پر اساس چې موږ ته رسېدلي دي او مدارک‌يې موجود وو، مستقیماً باطلې شوې دي، خو موږ سل مرکزونه له سره شمېرو، د هماغه بیا شمېرنې پر اساس موږ تصمیم نیسو، شاید دا سل مرکزونه په تقریبي ډول دوه درې سوه محلونه شي، ممکن په همدې مرکزونو کې هم یو زیات شمېر رأيې باطلې شي، له بده‎مرغه د ټاکنو په وخت کې لاسوهنې شوي او یو زیات شمېر شکایتونه هم موجود دي."

په خوست کې د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون چارواکو د باطل شویو مرکزونو او محلاتو په باب وویل، د ځینو مرکزونو مشخص محلونه باطل شوي، په ځینو مرکزونو کې یوازې د یو نوماند رأیې باطلې شوې دي او ځینو نورو د یو نوماند د ټولو رأیو بېرته شمېرنې ته اړتیا پیدا شوې ده.

دوی د یو شمېر باطل شویو مرکزونو نومونه هم واخیستل او ويې‌ویل، په تڼیو کې د پخې چري د ښځينه‌وو او نارینه‌وو د محلونو ټولې رأيې باطلې شوي، د زارپایو خان د مرکز د صفر یو او صفر دوه محلونو رأيې باطلې شوې دي او علت‌يې دا دی چې د ټاکنو په کمېسیون کې یو کس په رأیو کې لاسوهنه کړې وه.

د ښځو چارو ریاست په محل کې د یو مشخص نوماند رأيې باطلې شوې دي.

همدارنګه د دوی په وینا د تربزیو او علي شیرو ولسوالۍ اړوند د چینګۍ جومات د نارینه‌وو د څلورو محلونو ټولې رايې باطلې شوې دي.

د شکایاتو د کمېسیون ویاند محمد اشرف ارین وايي، هغه شمېر نوماندان چې رأیې یې باطلې شوي، کولای شي د سې شنبې ورځې د مازدیګر تر څلورو بجو استېناف طلبي وکړي.

نوموړی وايي:

"۱۸۹ شکایتونه موږ ته رسېدلي دي، نوماندان کولای شي تر ۲۴ ساعتونو د استېناف غوښتنه وکړي، سل مرکزونه له سره شمېرل کېږي، ۲۸ شکایتونه کابل ته د څېړنې لپاره لیږل شوي دي او پنځه تنه د ټاکنو د کمېسیون او دولت مأمورین جریمه لري او څارنوالۍ ته معرفي کېږي. "

د یادونې وړ ده د یکشنبې په ورځ په خوست کې هم یو شمېر نوماندانو د شکایاتو له کمېسیون غوښتلي ول چې بې‌بایومټریکه رأیې باطلې اعلان کړي او هغه کسان عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژني چې د ټاکنو په ورځ‌يې په پټه او ښکاره ټاکنیزې تخطۍ او درغلۍ کړې دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG