د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۶

روسي چارواکي: خلیلزاد به د ډسمبر په لومړیو کې روسیې ته سفر وکړي

روسي چارواکي وايي چې ټاکل شوې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د را روانې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې روسیې ته سفر وکړي.

د روسیې د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې، ضمیر کابلوف چې د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا د دوهمې څانګې مشر هم دی، د نوامبر په نهمه په همغه ورځ چې د طالبانو د استازو او د سولې د عالي شورا د پلاوي په ګډون د مسکو دوهمه مشورتي غونډه جوړه شوه، په یوه خبري غونډه کې وویل، دی به په مسکو کې له خلیلزاد سره وګوري.

ضمیر کابلوف
ضمیر کابلوف

کابلوف زیاته کړه چې له ډېرې مودې راهیسې خلیلزاد پېژني او دا ځل به په مسکو کې ورسره وګوري.

کابلوف وویل، دا امکان شته چې دی او خلیلزاد په افغانستان کې د سولې پر لارو چارو خبرې وکړي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ملالۍ شینوارې چې د سولې په هڅو کې تر ډېره ښکېله پاتې شوې، وايي چې طالبانو د مسکو په غونډه کې د ګډون په وسیله په سیمه کې د ځان لپاره یو ضمانت هم ترلاسه کړ.

مېرمن شینوارې په دې اړه له ازادي راډیو سره په مرکه کې خپل نظر څرګند کړ او زیاته یې کړه:

"طالبانو به پخوا ویل چې موږ له امریکا سره خبرې کوو، ځکه زه چې دوه ځلې قطر ته ولاړم، هم نو طالبانو به همدا یوه خبره کړه چې موږ له امریکا سره خبرې کوو، خو اوس ښکاري چې دوی د روسیې پرمټ غواړي له امریکا او نورو سره جوړ جاړی وکړي او په دې ډول یو ډول ضمانت هم ځان ته پیدا کړي، څو د دوی په اصطلاح د دوی حقونه خوندي وساتل شي."

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي کابلوف په غیر مستقیم ډول په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د یوې بلې غونډې د جوړېدو خبر هم ورکړ.

هغه وویل، طالبانو دا نظر خوښ کړی او د مسکو په راتلونکې غونډه کې یې د خپل ګډون ډاډ ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، دی هیله مند دی چې د مسکو بلې غونډې ته به افغان حکومت او د سولې عالي شورا دواړه رسمي استازي واستوي.

کابلوف وویل چې دا کار به د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته نور مشروعیت ورکړي.

مېرمن شینوارې د مسکو غونډه هغه ګډه هڅه بولي چې روسیې او پاکستان د امریکا له لاسه د افغانستان د سولې د پروسې د ایستلو په مقصد پیل کړې ده.

ملالۍ شینوارې
ملالۍ شینوارې

اغلې شینوارې وویل:

"پاکستان امریکا ته د خپل زور ښودلو لپاره، طالبان له روسیې سره په اړیکه کې کړل او د افغانستان د سولې په بهیر کې چې امریکا غوښتل د افغانستان له دولت سره په ګډه یې رهبري کړي، روسان هم راګډ کړل."

کابل او واشنګټن د مسکو غونډې ته ډېر اهمیت ورنه کړ.

افغان حکومت دې غونډې ته رسمي استازی ونه لېږه، خو د سولې د عالي شورا څو غړو د یوې ملي ادارې د پلاوي په توګه ګډون پکې وکړ.

د غونډې کوربه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف و او په مسکو کې د امریکا د سفارت یو استازی هم هلته حاضر و.

پر دوی سربېره د هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، چین، تاجکستان او ازبکستان استازو هم ګډون پکې کړی و، خو د اکثرو هېوادونو مشرانو ټینګار کړی دی چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هر راز خبرو ملاتړ کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG