د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۹

په ارزګان کې افغان او بهرنیو ځواکونو د وسله‌والو د ځپنې عملیات پیل کړي

ارزګان کې افغان او بهرنیو ځواکونو د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي.

د ارزګان ولایت سیمه‌ییزو امنیتي چارواکو نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات‌يې د مرکز ترینکوټ ښار اړوند شمال ختیځ لوري ته د خانقې په سیمه کې پیل کړي دي.

په دغو عملیاتو کې د ازادي راډيو د خبریال د معلوماتو او د سترګو د لیدلي حال له مخې، بهرنیو ځواکونو په پلي عملیاتو کې هم برخه اخیستې.

دوی زیاتوي چې د یادو عملیاتو پر مهال‌يې ګڼې سیمې له طالبانو پاکې او زیات شمېر وسله‌والو طالبانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې، خو وايي چې کره شمېره‌یې نه‌ده معلومه.

خانقه سیمه چې د مرکز ترینکوټ ښار په څلور کېلو مترۍ کې پرته ده، له تېرو شااوخوا درېیو کلونو راهيسې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG