د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۱

د فوټبال ملي لوبډلې د چمتووالي لپاره په ترکیه تمرینات پيل کړي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ازبکستان او ترکمنستان په وړاندې دوستانه سیالیو ته د چمتووالي لپاره په ترکیه کې تمرینات پيل کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغه تمریني کمپ کې ۲۳ لوبغاړي شامل دي چې د يوې اوونۍ لپاره به د ترکیې په انتالیا کې تمرینات وکړي.

ټاکل شوې د دغه تمریناتي کمپ پر مهال د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ترکیې له يو شمېر ځايي لوبډلو سره تمریني سیالۍ هم وکړي.

افغانستان به د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د ازبکستان او ترکمنستان په وړاندې دوستانه سیالۍ وکړي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ دوستانه لوبه چې ټاکل شوې وه د نومبر په ۱۹مه نېټه ترسره شي د تاجکستان د فوټبال فدراسیون په غوښتنه د راتلونکي کال مارچ میاشتې ته وځنډول شوه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG