د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د زعفران ګل څلورمه جشنواره په هرات کې جوړه شوه

د هرات ولایت د کرنې ریاست چارواکو ویلي، دا جشنواره د زعفرانو لپاره د بازار موندنې او د زعفران کرونکو خواریو ته د درناوي په خاطر جوړه شوې ده.

د هرات د کرنیزو چارو امر بشیر احمد صمدي ازادي راډيو ته وویل چې په‌دې جشنواره کې د زعفران د کر او تولید ۲۳ غرفې ایښودل شوې وې.

سږ کال به په هرات کې شاوخوا ۱۲ ټنه زعفران تولید شي.

په هرات کې ولایت کې په څه باندې شپږ زره هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي چې ۱۲ زره کورنۍ پرې کار کوي.

د چارواکو په خبره که څه هم د ایراني زعفرانو وارداتو او په دننه هېواد کې د زعفرانو زیات کښت د افغاني زعفرانو قیمت ۵۰ فیصده راکم کړی، خو بیا هم افغاني زعفران په نړۍ کې په لومړۍ درجه کې ځای لري.

سږ کال د افغاني زعفرانو یوه کیلو په پنځه پنځوس زره افغانۍ خرڅېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG