د اوکراین د ختيځ په هغو سيمو کې چې د بېلتون غوښتونکو په لاس کې دي، نن انتخابات روان دي.
اوکراين او نړيوال متحدان يې وايي، په دونيڅک او لوهانسک سيمو کې چې د بېلتونپالو په ولکه کې دي، ننني انتخابات د روان کړکېچ د حل چارې لا سختوي.
د اوکراين په ختيځ کې د وروستيو شخړو له کبله د ٢٠١٤میلادي کال له اپرېل راهيسې ١٠زره او ٣٠٠ کسان وژل شوي دي.
مسکو دا نه مني چې په دونيڅک او لوهانسک کې د بېلتون غوښتونکو د مشرانو او هلته د محلي پارلمانونو د غړو د ټاکلو لپاره دې دغه انتخابات د مينسک له موافقو سرغړونه وي.
د مينسک د موافقو هدف د اوکراين په دغو سيمو کې د روانو ناامنيو ختمول دي.
اروپايي اتحادیې پرون په یوه بیان کې د انتخاباتو پلان رد کړ او ویې ویل چې له نړیوالو قوانینو او د مينسک له موافقو چې د بحران د حل لپاره شوي، سرغړونه کوي.
د اروپايي اتحادیې په بیان کې لیکل شوي چې په لوهانسک او دونيڅک کې انتخابات غیرقانوني او نامشروع دي او اروپايي اتحادیه به یې په رسمیت ونه پېژني.
اروپايي اتحادیې له روسيې هم غوښتنه کړې چې په دې سیمو کې له خپله نفوذه کار واخلي او بېلتون غوښتونکي د مينسک د موافقو عملي کولو، اوربند او له سیمې د درنو وسلو ایستلو ته وهڅوي.
تمه کېږي چې په دونيڅک سيمه کې د بېلتون غوښتونکو سرپرست مشر ٣٧ کلن دينيس پوشيلين دغه انتخابات وګټي.
د دې سيمې پخوانى رهبر الکساندر زخارچينکو په اګست مياشت کې په يوه بمي چاودنه کې ووژل شو.
د بېلتونپالو په بله سيمه لوهانسک کې ښايي سرپرست مشر ليونيد پَسيچ نيک بريا خپله کړي.
دى چې ٤٨ کلن دى، پخوا د اوکراين د امنيتي ځواکونو محلي مشر و.
د لوهانسک او دونيڅک سرپرستو رهبرانو ويلي چې له مسکو سره به د اړيکو د غښتلتيا هڅه وکړي.
بېلتون غوښتونکي وايي، د دغو انتخاباتو لومړنۍ نتيجې به سبا دوشنبه اعلان شي.