د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د ملکي هوايي چلند ادارې د بېړنیو پېښو د وړاندوینې یو سېستم پرانيست


د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د یکشنبې به ورځ له بېړنیو پېښو د مخکنۍ خبرتیا سېستم او د هایدرو میترولوژي چارو د پیاوړتیا د تګ لارې په نوم سېستم پرانيست.

د هایدرو مترولوژي د خدمتونو په نوم دغه سېستم به د بارانونو، واورې، سېلابونو او وچکالۍ وړاندوینه کوي.

د دغې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د یکشنبې په ورځ د یاد سېستم د پرانیستې پرمهال خبریالانو ته وویل چې په دغه سېستم شااوخوا څلور اعشاریه پنځه ميلیونه ډالر لګښت راغلی چې د امریکا د پراختیايي ادارې له خوا ورکړل شوی دي.

محمود شاه حبیبي
محمود شاه حبیبي

دی وایي:

"تر دې دمه چې مونږ کوم اختارونه یا وړاندیزونه صادر کړي دي، په سلو کې ۸۶ سلنه دقیق وو، که مو سېلاب او یا هم طوفان ویلي، د اوبو او هوا په اړه زمونږ وړاندیزونه زیات دي."

د دغه سېستم پرانیسته په داسې حال کې په افغانستان کې کیږي چې له دې وړاندې د پېښو د وړاندینې په برخه کې معیاري او ځانګړی سېستم نه و.

افغانستان په تېر یوه کال کې د څو طبعي پېښو شاهد و چې له ډلې یې شمال، شمال غرب، مرکز او شمال ختیځ یې د یادونې وړ دي.

د کابل په ګډون جوزجان، بغلان، پنجشېر، فاریاب، سرپل، بادغیس، ننګرهار، کونړ، نورستان، کاپیسا او یو شمېر نور هغه ولایتونه وو چې د سېلابونو له امله پکې زرګونه کورنیو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

په بدخشان ولایت کې بیا د ځمکې ښویدل هغه څه وو چې سلګونه کسان یې ووژل او زیات شمېر یې بې کوره کړل.

طبعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د حکومت وزیر نجیب اقاه فهیم په دې اړه وویل، د دغه سېستم له مخې کولای شو چې له پېښې څو ساعته مخکې تیاری ونیسو.

نجیب آقا فهیم
نجیب آقا فهیم

نوموړي وویل:

"تېر کال د سېلابونو له امله درې زره کسانو قرباني ورکړه، د دغه سېستم لګول له مونږ سره مرسته کوي چې حد اقل د قربانیانو شمېر راکم کړو."

په همدې حال کې د افغانستان د چاپېریال ساتني ادارې مشر شاه زمان میوندي په دې باور دی چې د افغانستان اقلیم مخ په ګرمېدو دی او کېدای شي چې له دې سره طبعي پېښې هم زیاتې شي.

د ده په خبره، کېدای شي چې په راتلونکو ۳۰ کلونو کې د افغانستان د ګرمېدو کچه له یو اعشاریه پنځو تر درېیو درجو پورته شي.

افغانستان په نړۍ کې د زیاتو زلزلو له امله دولسم ځای لري، د وچکالۍ له امله دوه ویشتم او د سېلابونو له امله بیا دغه هېواد په نړۍ کې څلورویشتم ځای لري.

او بله دا چې افغانستان د ځمکې د خوځېدو له مخې، په نړۍ کې دېرشم ځای لري او د طوفانونو له مخې، بیا دوه اتیایم ځای لري.

له دې ټولو سره سره افغانستان په دې وروستیو کې د وچکالۍ او د ځمکې لاندې د اوبو له کمښت سره مخ دی.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وایي چې دغه سېستم به په اوبو سربېره، د زاعتي محصولاتو د تولید د ډېرولو په برخه کې هم مرسته وکړي​

نصیر احمد درانی
نصیر احمد درانی

دی زیاتوي:

"له دغه سېستمه ګټه اخیستل کولاي شي چې له مونږ سره مرسته وکړي، تر څو خپلو بزګرانو سره د ډول ډول نباتاتو د رشد په برخه کې مرسته وکړو، د باران د وړاندوینې، بزګرانو ته د هوا د حالاتو د معلوماتو تر څنګ، کولای شو چې بزګرانو ته علمي او تخنیکي مشورې ورکړو."

خو د کرنې وزیر دغه سېستم د هېواد د طبعي پېښو د ستونزو لپاره کافي نه بولي، بلکې وړاندیز کوي چې دغه سېستم دې د ځنګلونو د اطفایې، د ځمکو د تخریب د مخنیوي له ایکو سېستم سره هم مجهز شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملکي او هوايي چلند اداره وايي چې دغه نوی سېستم (هایدرومیترولوژي) د یو تفاهم له مخې د ترکيې د هوا پېژندنې له ادارې سره په ګډه کار کوي.

د دغې ادارې د مسؤلینو په خبره، یاد سېستم له یو شمېر هېوادونو سره د سټلایټ له لارې هم وصل شوی او له دې وروسته به د طبعي پېښو، د هوا د حالاتو او د اوبو په اړه دقیق معلومات له خلکو سره شریک کړي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG