د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۴

مالیې وزارت د ۱۳۹۸ کال د بودجې سند د بحث او تأیید لپاره مشرانو جرګې ته وسپاره


Afghanistan - upper house logo مشرانو جرگه افغانستان
Afghanistan - upper house logo مشرانو جرگه افغانستان

د افغانستان د ۱۳۹۸ لمریز کال بودجه د بحث او تأیید په هدف مشرانو جرګې ته وسپارل شوه.

د افغانستان د مالېې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي د یکشنبې په ورځ مشرانو جرګې ته د یادې بودجې د سند د سپارلو پرمهال وویل، دغه بودجه د اړتیاوو په پام کې نیولو سره ځانګړې شوې ده.

نوموړي وویل:

"د ۱۳۹۸ کال بودجه تر ډېره حده د پراختیايي بودجې په اساس جوړه شوې ده، سره له دې چې په عادي بودجه کې صرفه جويي راغلې، خو که د تېر کال له بودجې سره پرتله شي، ۱۲ فیصده زیاتوالی ښیي، تمه ده چې د ۱۳۹۸ کال د دوو ربعو په تېرېدو سره حکومت سیاسي او اقتصادي وضعیت ته په پام ښه درک ولري او د بودجې مصرفولو ته ګټور اقدامات وکړي، په دې برخه د ملي شورا د مجلسونو ملاتړ غواړو."

د افغانستان د راتلونکي لمریز کال بودجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې چې ۲۷۵ میلیارده یې عادي او ۱۲۴میلیارده یې پراختیايي بودجه ده.

له دې جملې ۶۱ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۶۳ میلیارده یې غیر اختیاري ده چې د مالېې وزارت په حواله، د مرستندویو بنسټونو له خوا ورکول کېږي.

د بودجې په دغه سند کې د بودجې ډېره برخه امنیتي ارګانونو ته ځانګړې شوې ده.

همداشان ښه حکومتولي، اقتصادي وده او د زیربناو پراختیا هغه پروګرامونه دي چې په بودجه کې ورته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د یادې بودجې ۴۱ فیصده امنیتي برخې، ۱۴ پوهنې، ۱۳ کرنې او مالدارۍ او ۹ فیصده د کلیو پراختیا ته ځانګړې شوې ده.

د افغانستان د راتلونکي کال بودجه تېره اوونۍ افغان کابینې تأیید کړې ده.

د مالي کلونو د بودجې تأییدول او ردول، هرکال د حکومت او ملي شورا ترمنځ یوه لانجمنه مسئله وي، خو اوس د مالېې وزارت وايي چې دغه بودجه له نړیوالو معیارونو سره سمه ترتیب شوې او هڅه شوې چې د ولایتونو د پراختیايي پروژو انډول په کي وساتل شي.

مشرانو جرګه د دغې بودجې د تأیید، یا ردولو لپاره پنځلس ورځې وخت لري چې ويې ارزوي او بیا یې ولسې جرګې ته واستوي.

په ورته وخت کې یوشمېر سناتوران له مالېې وزارته غواړي چې د بودجې اړوند د دوی مشورو ته درناوی وکړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ټینګار کوي چې که د بودجې په سند کې د دوی نظریات په پام کې نه وي نیول شوي، ولسي جرګې ته به یې ونه لېږي.

فضل هادي مسلمیار
فضل هادي مسلمیار

​دی وایي:

"بودجه نن معرفي شوه، د اساسي قانون له مخې موږ د نظر او مشورې حق لرو، د مجلس پرېکړه زما پرېکړه ده، حکومت غواړي چې خپل نظر په کې پلی کړي، غوره دا ده چې موږ دلته یو تربله توافق ولرو چې پر ولسي جرګې فشار راولو چې دا زموږ غوښتنه ده او له موږ سره همکاري وکړئ."

د جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار په ځینو ولایتونو کې د حکومت پر کړنو انتقاد کوي او وايي، په بودجه کې باید د ټولو ولایتونو اړتیاوې په پام کې ونیول شي، که د افغانستان په کچه په کې انډول نه وي موجود، باید بدلون په کې راوستل شي.

همدا شان ځیني نورسناتوران د مالېې له وزارته غواړي چې د دغې بودجې په تصویبولو کې دې په ولسي جرګه کې له هر ډول معاملې ډډه وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG